د وسلهوالوطالبانوتاؤتریخجنوکړنو د بهرنیو عسکرو دپاتې کېدوزمینه برابره کړې
ډیری شناندی او کارپوهان وائی دامریکائی چارواکو ضد ونقیض خبرو د افغانستان راتلونکی نوره هم تورتم کړی او طالبان ئې سخت دریځ ته اړ باسلی دی .
زمونږ خبریال راپور راکړی ،د افغانستان دولسمشر ویندوی هارون چخانسوری پرون ناوخته په یولړڅرګن ونو کې وئیلی دی ،په ۲۰۱۴ کال کې باید د بهرنیو عسکرو شمېر صفر ته راکم شوی وائ، خو د وسلهوالو طالبانو دکرغیړنوکړنو له امله نړیوال مجبور شول څودا پرېکړه بدله کړی.
هارون چخانسوری وئیلی مونږ غواړو پخپلو پښو ودریږو، جګړه ختمه او سوله ټینګه شی او په افغانستان کې بهرنی عسکر نه وی .
د افغانستان د ولسمشرویندوی هارون چخانسوری دغه راز وئیلی دی ، د افغانستان حکومت پر یوه داسې پلان کار کوی چې پر اساس به یې په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو شمېر تر ډیره حده کم شی .
د هغه په وینا، وسلهوال طالبان له کوم شرط پرته د افغانستان له حکومت سره خبرې کولی شی ، طالبان باید دافغانستان د امن او ثبات په خاطر له حکومت سره د روغې جوړې خبرې پیل کړی ، هر هغه تشویش چې دوی ئې لری ،یا پر کومې موضوع چې غواړی خبرې وکړی،نو د افغانستان حکومت ورته د لارې نقشه برابره کړې ده .
داپه داسې حال کې دی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تیرې جمعې په شپه د واشنګټن د سولې په انسټېټیوټ کې پخپلو خبرو کې وئیلی ،له طالبانو سره موافقه،دخپلو عسکرو دوتلو دزمینې دبرابرولو لپاره نه ،بلکې په اساسی ډول، د سولې لپاره غواړو.ډیری شناندی او کارپوهان وائی دامریکائی چارواکو ضد ونقیض خبرو د افغانستان راتلونکی نوره هم تورتم کړی او طالبان ئې سخت دریځ ته اړ باسلی دی .