دافغانستان دسولې دبهیرپه باب له ایرانیو چارواکوسره مشورې په زیاتیدا دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80301-دافغانستان_دسولې_دبهیرپه_باب_له_ایرانیو_چارواکوسره_مشورې_په_زیاتیدا_دی
په افغانستان کې د سولې دبهیر د چټکتیا په موخې سره دایران او افغانستان حکومتی مشورې زیاتې شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 13, 2019 13:14 Asia/Kabul
  • دافغانستان دسولې دبهیرپه باب له ایرانیو چارواکوسره مشورې په زیاتیدا دی

په افغانستان کې د سولې دبهیر د چټکتیا په موخې سره دایران او افغانستان حکومتی مشورې زیاتې شوی دی.

 ایرناخبری آژانس راپورورکړی،د افغانستان دسولې دعالی شورا ویندوی سید احسان طاهری  په یولړ څرګندونوکې وئیلی دی،د افغانستان د سولې دعالی شورا د دارلانشاءمشر او د سولې په خبرواترو کې  ددغه  هیواد  ولسمشر ځانګړی استازی  محمد عمر داؤدزئ په دغه هیواد کې  د سولې  د پوره کیدا لپاره  دسیمه  ایزې اجماع درامینځةکولوپه موخې سره تر راتلونکو څو ورځو کې  تهران ته په سفر ځی .

 دافغانستان  دسولې عالی شورا هڅه کوی  څو د سیمې هیوادونه قانع کړی چې  دافغانستان سوله  د سیمې په ګټه ده او   په افغانستان کې دجنګ جګړو اوترینګلتیاؤ دوام  دیوه هیواد په ګټه هم نه دی .

  دایران اسلامی جمهوریت یو هغه هیواد دی و چې  دافغانستان د حکومت په مشورې او خبریدا سره ئې    دسولې  دملګرتیاؤ په اړه  له طالبانوډلې سره  یو شمیر غونډې ترسره کړی او  دافغانستان د حکومت تر نظر او واکوالۍ لاندې   د دغه هیواد د سولې له بهیره بشپړ ملاتړ کوی .