امنیت شورا دې په افغانستان کې دطالبانوپه ضدبندیزونه ختم کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80307-امنیت_شورا_دې_په_افغانستان_کې_دطالبانوپه_ضدبندیزونه_ختم_کړی
دروسیې دغه ډیپلوماټ روښانه کړې ، روسیه ګروهمنه ده ، له طالبانو ډلې استازی د ۲۰۱۹کال په جولائی کې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې برخه واخلی . هغه په ډاګه کړې اوس وخت رارسیدلی چې په افغانستان کې د طالبانو ډلې په ضد دامنیت شورا بندیزونه لغوه شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 14, 2019 01:52 Asia/Kabul
  • امنیت شورا دې په افغانستان کې دطالبانوپه ضدبندیزونه ختم کړی

دروسیې دغه ډیپلوماټ روښانه کړې ، روسیه ګروهمنه ده ، له طالبانو ډلې استازی د ۲۰۱۹کال په جولائی کې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې برخه واخلی . هغه په ډاګه کړې اوس وخت رارسیدلی چې په افغانستان کې د طالبانو ډلې په ضد دامنیت شورا بندیزونه لغوه شی .

زمونږخبریال درشیا ټوډې  خبری چینل له قوله  راپورراکړ  دافغانستان په چارو کې د  روسیې د ولسمشر  ځانګړی استازی ضمیر کابلوف ټینګار کړی ،  که  دملګروملتو دامنیت شورا درست پنځلس غړی  سره موافق شی ، نو ماسکو تیاره ده ،  دطالبانو ډلې په ضد دبندیزونو له لغوه کیدا سره مرسته وکړی ..

 دروسیې دغه ډیپلوماټ  روښانه کړې ،   روسیه ګروهمنه ده ،  له طالبانو ډلې  استازی  د ۲۰۱۹کال  په جولائی  کې د افغانستان د ولسمشرۍ  په انتخاباتو کې  برخه واخلی . هغه په ډاګه کړې اوس   وخت  رارسیدلی  چې   په افغانستان کې د طالبانو ډلې په ضد دامنیت شورا  بندیزونه لغوه شی .

 ضمیر کابلوف  همداراز  دترکیې په انقره کې  د افغانستان په چارو کې د امریکا له ځانګړی  استازی زلمی خلیل زاد سره   دفرورۍ په ۲۲نیټه  کیدونکی کتنې په باب هم وئیلی دی ،  دواړه لوری  به په ځانګړی ډول  دافغانستان  په باب  دماسکو  خبرواترو  د ورپسې پړاؤ  د تمهید اوپروګرام په باب بحث او خبرې وکړی .

 هغه همداراز زیاته کړې ،  دافغانستان  د موضوع په باب به دترکیې له ډیپلوماټانو سره هم غونډې  وکړی .