په ننګرهار کښې چاودنې مرګ ژوبله رامنځته کړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80326-په_ننګرهار_کښې_چاودنې_مرګ_ژوبله_رامنځته_کړه
د افغانستان د ننګرهار ولايت په جلال اباد کښې د چاودنې له امله يو عامه وګړے ووژل شو او درې تنه نور عامه وګړي ژوبل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 15, 2019 01:55 Asia/Kabul
  • په ننګرهار کښې چاودنې مرګ ژوبله رامنځته کړه

د افغانستان د ننګرهار ولايت په جلال اباد کښې د چاودنې له امله يو عامه وګړے ووژل شو او درې تنه نور عامه وګړي ژوبل شول.

له جلال آباده زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې دغه چاودنه پرون له ماښامه وروسته خواوشا اوۀ بجې د جلال اباد ښار شمالې څنډې ته څيرمه د بهسودو پلۀ سره وشوه. د ننګرهار د والې ویاند عطاالله خوګیاڼي وويل چاودیدونکې توکې په یو بائیسکل کې ایښودل شوي وو چې د چاودنې له امله یې يو عامه وګړے ووژل شواو درې تنه نور  ژوبل شول. د والې ویاند وویل زخميان د درملنې  لپاره روغتون ته وړل شوي دي چې ‌‌‌‌‌‌ډاکترانو د یو ژوبل روغتیایې حالت د اندیښنې وړ بللې دے.

 تر اوسه د حکومت کومې مخالفې ‌‌‌‌‌‌ډلې د دې چاودنې ذمه واري پر غاړه نده اخېستې. ددې چاودنې له امله تر یوه ساعته د جلال اباد کونړ لویه لار هم د ټرافیکو په مخ تړلې شوې وه.