طالبانو د امریکې له استازي سره ملاقات لغو کړ
Feb 18, 2019 04:07 Asia/Kabul
د افغانستان طالب ډلې د دغه هیواد په چارو کښې د امریکې له ځانګړي استازي سره له کیدونکي ننني ملاقاته شاتګ وکړ.
طالب ډلې بیګا وویل: د افغانستان په چارو کښې د امریکې له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره زمونږ د پلاوي هغه ملاقات لغو کوو چې ټاکل شوې وه نن د پاکستان په کوربه توب ترسره شي.
طالب ډلې د دې کتنې د لغو کولو وجه، د ملګرو ملتو په تور لیسټ کښې د دې ډلې د مرکچي ټیم د ځینو وغړو د نومونو شاملیدل بللي دي.
د ویلو ده چې په افغانستان کښې د جنګ ختمولو ته د طالبانو د چمتو کولو لپاره په قطر کښې له دغې ډلې سره د امریکې د استازو د خبرواترو څو پړاونو ماتې خوړلې ده.
طالب ډله له امریکې سره صلحه کول د افغانستان له خاورې د امریکې په مشرۍ د ټولو بهرنیو پوځیانو په وتلو پورې شرطمن کړي دي.
ټیګونه