په افغانستان کې سوله او روغه جوړه شونی ده
دافغانستان دچارو دغه کارپوه له کابل حکومت سره د طالبانو ډلې له احتمالی سولې وروسته د ترهه ګرو ډلو دفعالیت په دوام د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی ، باید تمه ونه لرو هغه هیواد چې تر څلویښتو کلونو پورې په جنګ بوخت وی ، په لنډ وخت کې بشپړ سولې ته ورسیږی.
دافغانستان د سیاسی چارو کارپوه او شناندی وحید مژده زمونږخبریال سره په خبرو کې ټینګار کړی،دافغانستان د سولې په باب وروستی بحثونو او خبرواترو د دغې موخې دپوره کیدالپاره ډیرې زیاتې هیلې رامینځةکړی دی.
دافغانستان د سولې به باب د ماسکو په وروستۍ غونډې کې ګډون کونکی دغه غړی وئیلی دی ، دطالبانو استازی دماسکو په غونډې کې ډ اډمن وو چې د خبرواترو په چوکاټ کې ورپسې مهم ګام له افغانستانه د امریکائی پوځیانو د وتلو دموضوع به باب یو مهم ګام پورته کیږی .
ښاغلی مژده ددې خبرې په کولو سره چې ترڅو له افغانستانه امریکائی پوځیان ونه وځی ، دسولې خبرې اترې به هیڅ معنا ونه لری ،روښانه کړې ، همداراز که دافغانستان دولسمشرۍ انتخابات دسولې خبرواترو ته تاوان ورسوی ، نو ولس به ددغه شان انتخاباتو دترسره کیدا خنډشی .
دافغانستان دچارو دغه کارپوه له کابل حکومت سره د طالبانو ډلې له احتمالی سولې وروسته د ترهه ګرو ډلو دفعالیت په دوام د اندیښنې په څرګندولو سره ټینګار کړی ، باید تمه ونه لرو هغه هیواد چې تر څلویښتو کلونو پورې په جنګ بوخت وی ، په لنډ وخت کې بشپړ سولې ته ورسیږی. هغه روښانه کړې ، که طالبان دسولې لپاره کومې موافقې ته ورسیږی ، نو هیڅ یوه ډله به جراءت ونه کړی ، چې سوله ګډه وډه کړی .