پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې جوتې او روښانه کړی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80401-پاکستان_دې_له_طالبانو_سره_خپلې_اړیکې_جوتې_او_روښانه_کړی
دافغانستان ولسمشر روښانه کړې،طالبان دې له پاکستان او پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې واضحې کړی چې پر کوم اساس ولاړې دی،ددې تر څنګ دې د ترهګرۍ له چینلونو او له مالی سرچینو سره د طالبانو اړیکې هم معلومې شی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Feb 18, 2019 11:58 Asia/Kabul
  •   پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې جوتې او روښانه کړی

دافغانستان ولسمشر روښانه کړې،طالبان دې له پاکستان او پاکستان دې له طالبانو سره خپلې اړیکې واضحې کړی چې پر کوم اساس ولاړې دی،ددې تر څنګ دې د ترهګرۍ له چینلونو او له مالی سرچینو سره د طالبانو اړیکې هم معلومې شی .

زمونږخبریال راپورراکړ   دافغانستان  د ولسمشرۍ له ارګه په خپرې شوی یوې  خبرپاڼې کې راغلی دی،ولسمشر اشرف غنی  بیګا  د افغانستان  په چارو کې د امریکا له ځانګړی استازی خلیل زاد سره په کتنې کې چې په دلکشاه ماڼۍ کې  شوې، د سولې د مشورتی بورډ غړو،د مرکچی پلاوی یو شمېر غړو، ځینو سیاسی شخصیتونو او د سیاسی ګوندونو استازو،د مدنی ټولنې غړو،د عالمانو،ځوانانو،ښځو،د خصوصی سیکټر او ملی شورا یو شمېر استازو او ځینو لوړپوړو حکومتی چارواکو شتون درلود، ویلی دی ، په دې وروستیو کې د سولې پروسې په اړه اساسی موضوعګانې  ډېرې روښانه شوی، تل پاتې او با عزته سولې ته د رسېدو په موخې سره  لا زیاتو او ګډو اقداماتو ته اړتیا ده.

اشرف غنی زیاته کړې مونږ له   خلیلزاد سره د کار په نوې او واضحې رودې سره  هوکړې ته رسېدلی یوو چې د هغې په چوکاټ کې معلومات شریکېږی او د مشخصې ایجنډا په اړه دوامدارې مشورې کېږی او په رڼا کې به ئې اقدام وشی .

د هغه په وینا، د سولې په اړه سیمه ییز، نړیوال،د اسلامی ټولنې او ملی چاپېریال ته لا زیاته توجه کېږی او په دې برخه کې دې زیات بحثونه وشی،څو یو چوکاټ برابر او موجوده اجماع پیاوړې شی،دغه راز په ځینو موردونو کې چې اجماع نشته،اجماع رامنځته شی.