په افغانستان کې دامریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره شوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80419
دغه بې پیلوټه الوتکه سکین ایګل ډوله ده چې د څارنې ، پیژندنې او د آب وهوا دکنټرول او مځکنیو خوځښتونو په موخې سره جوړه شوې ده،چې تر شلو ساعتونو پورې الوت کولی او تر دوه زره پنځه سوه کلومیټرو پورې څارنه کولی شی .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Feb 19, 2019 13:14 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دامریکا یوه بې پیلوټه الوتکه نسکوره شوې

دغه بې پیلوټه الوتکه سکین ایګل ډوله ده چې د څارنې ، پیژندنې او د آب وهوا دکنټرول او مځکنیو خوځښتونو په موخې سره جوړه شوې ده،چې تر شلو ساعتونو پورې الوت کولی او تر دوه زره پنځه سوه کلومیټرو پورې څارنه کولی شی .

 زمونږخبریال راپورراکړ د طالبانو له خوا د فراه لپاره منصوب شوی والی محمد شعیب مدعی شوی ،طالبانو  دافغانستان په فراه ولایت  کې د  امریکائی او ناټوځواک یوه بې بیلوټه الوتکه نسکوره کړې ده .

   طالبانو هم دیوې خبرتیا په خپرولو سره  وئیلی دی ، په فراه ولایت کې د دغې امریکائی بې پیلوټه الوتکې ټوټې  له دې مخکې چې د نسکوریدا ځای ته د ا فغانستان امنیتی ځواک ورسیږی ، پخپل اختیار کې اخستی  دی .

دغې ډلې  د امریکائی  بې پیلوټه الوتکې د ټوټو یوویډیوئی کلیپ هم خپور کړ ی دی .  

 ویل کیږی،دغه بې پیلوټه الوتکه سکین ایګل ډوله ده چې د څارنې،پیژندنې  او د آب وهوا دکنټرول او مځکنیو خوځښتونو په موخې سره جوړه شوې ده،چې تر شلوساعتونو پورې  الوت کولی او تر دوه زره پنځه سوه کلومیټرو پورې څارنه کولی شی .