د صلحې په مذاکراتو کښې د افغانستان د حکومت محوریت مهم دی
Feb 23, 2019 03:57 Asia/Kabul
د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه د صلحې په خبرواترو کښې د افغانستان د حکومت چورلیزي رول ته د اهمیت ورکولو په ضرورت ټینګار وکړ.
د کابل پوهنتون استاد عبدالغفور ساجد زمونږ خبریال ته په مرکه کښې وویل: طالب ډله باید دې نتیجې ته ورسیږي چې که ټاکل شوې د صلحې غونډه او خبرې اترې وشي نو ضروري ده چې د افغانستان حکومت په کښې جدي شتون ولري.
هغه څرګنده کړه: د افغانستان حکومت یو رسمی او د نړیوالې ټولنې د منلو وړ حکومت دی او طالب ډلې ته پکار دي چې د صلحې د مذاکراتو په بهیر کښې دې خبرې ته پام وکړي.
ټیګونه