دافغانستان د ګوندونو ترمینځ اعتماد ضروری دی
-
پایدارې سولې ته درسیدا لپاره باید د حکومت او د خلکو او دسیاسي ګوندونو ترمینځ یوه(۱) ملي اجماع رامینځته شي .
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال «عبدالرشید دوستم» سولې ته درسیدا لپاره د کابل له حکومت سره د سیاسی او د مذهبی شخصیتونو او د سیاسی ګوندونو ترمینځ د اعتماد د جوړولو پراړتیا ټینګار وکړ .
جنرال عبدالرشید دوستم چې په ترکیې کښې دی دافغانستان په چارو کښې دامریکا له ځانګړی استازی «زلمی خلیل زاد» سره په کتنې کښې وویل په هیواد کښې پایدارې سولې ته درسیدا لپاره باید د حکومت او د خلکو او دسیاسی ګوندونو ترمینځ یوه(۱) ملی اجماع رامینځته شی .
دافغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال «عبدالرشید دوستم» دغه راز د هیواد دکړکیچ د حل ترټولو ښه لاره د قبایلې مشرانو د غونډې یعنی د لوې جرګې ترسره کول وباله او له طالبانو سره دسولې په موافقې یې ټینګار وکړ .
ټاکل شوی ده چې دافغانستان د سولې لوړه شورا د هیواد د بیلابیلو پرګنو، د حکومتی چارواکو ، د قومی مشرانو او دسیاسی ګوندونو د استازیو په ګډون سره مشورتی لویه جرګه ترسره کړی .