د افغانستان دطالبانو ترمینځ هیڅ ډول اختلاف نشته
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80523-د_افغانستان_دطالبانو_ترمینځ_هیڅ_ډول_اختلاف_نشته
زمونږ خبریال وایی دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دافغانستان د طالبانو دمشرانو ترمینځ د اختلاف په هکله د ځینو رسنیو ادعا رد کړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 23, 2019 13:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان دطالبانو ترمینځ هیڅ ډول اختلاف نشته

زمونږ خبریال وایی دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دافغانستان د طالبانو دمشرانو ترمینځ د اختلاف په هکله د ځینو رسنیو ادعا رد کړه .

هغه وویل رویټرز خبری اژانس عمومی افکارو ته د دوکې د ورکولو او د طالبانو پرضد د پروپاګنډو په لړ کښې په دوحې غونډې کښې  په قطر کښې دطالبانو دسیاسی دفتر د مشر «ملا عبدالغنی برادر» نه ګډون ک د دغه ډلې د مشرانو ترمینځ اختلاف اعلان کړی دی .

ذبیح الله مجاهد  د انګلستان د رویټرز خبری اژانس د دغه ادعا په بې اساسه بللو سره وویل د ملا عبدالغنی برادر په سویه هیڅوک دامریکا لخوا په خبرو کښې ګډون نه کوی .

هغه وویل د طالبانو ډلې د مشرانو او نورو غړو ترمینځ هیڅ اختلاف نشته .