د امریکا او دطالبانو د خبرو اترو پینځم پړاو وشو
-
دامریکا او دطالبانو دخبرو اترو مخکنیو څلورو (۴) پړاونو هیڅ نتیجه نه درلودله .
زمونږخبریال وایی د امریکا او دطالبانو داستازیو ترمینځ د تش په نامه دسولې د خبرواترو پینځم(۵) پړاو پرون په قطر کښې وشو .
دافغانستان په چارو کښې دامریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیل زاد» د لومړی ځل لپاره د قطر په پلازمینې دوحې کښې د طالبانو له دوهم(۲) لمبر مشر «ملا عبدالغنی برادر» سره کتنه او د هغه څه په هکله چې په افغانستان کښې یې سوله ونوموله خبرې وکړې .
دا لومړی ځل دی چې د طالبانو ډلې سیاسی مرستیال ملا عبدالغنی برادر قطر ته تللی دی او هلته له زلمی خلیل زاد سره کتنه او خبرې کوی .
ملاعبدالغنی برادر له طالبانو سره دامریکا د خبرو اترو په څلورم (۴)پړاو کښې ګډون نه درلود .
د طالبانو ډلې سیاسی مرستیال ملا عبدالغنی برادر هم وویل دامریکا له استازی زلمی خلیل زاد سره پرونۍ کتنه او خبرې اترې تشریفاتی وې او ټاکل شوی ده چې اصلی خبرې نن پیل شی .
له طالبانو سره د امریکا دخبرو پینځم(۵) پړاو په داسې حال کښې پیل شوی چې دافغانستان دسولې دلوړې شوا د دارالانشا مشر عمر داودزی پرون په کابل کښې خبری کانفرنس ته وویل دکابل حکومت له زلمی خلیل زاده هیله لری د افغانستان دحکومت او دطالبانو ډلې ترمینځ د رسمی خبرو اترو زمینه برابره کړی .
دامریکا او دطالبانو دخبرو اترو مخکنیو څلورو (۴) پړاونو هیڅ نتیجه نه درلودله .