د افغانستان د انتخاباتي کمیشنونو نوي غړي معرفي شول
د افغانستان د انتخاباتو د قانون له بدلیدو وروسته د دغه هیواد ولسمشر د انتخاباتي کمیشنونو د تیرو غړو په څنګته کولو سره د هغو لپاره نوي غړي معرفي کړل.
د ایرنا د رپورټ له مخې محمد اشرف غني بیګا وویل: ، «سید عصمت الله مل»، «مولانامحمدعبدالله»، «اورنگ زیب» او «محمد حنیف دانشیار» د پنځو کالو لپاره او «مسافرقوقندی»، «حواعلم نورستانی» او «رحیمه ظریفی» د دریو کالو لپاره د انتخاباتو د کمیشن د غړو په توګه او حبیب الرحمان ننګ د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن د دارالانشاء د مشر په توګه غوره شوي دي.
د افغانستان ولسمشر همداشان زیاته کړه چې «محمدقاسم الیاسی»، «زهره بیان شینواری» او «مولوی دین محمد عظیمی» د پنځو کلونو لپاره او محمد یونس طغرا او سید قطب الدین رویدار د دریو کلونو لپاره په انتخاباتي شکایتونو د غور د کمیشن د غړو او چمن شاه اعتمادي هم د دغه کمیشن د دارالانشاء د مشر په توګه غوره کړی شول.
د کمیشن تیر غړي له هغوي څخه د ډیرو شکایتونو او د افغانستان د ولسي جرګې په انتخاباتو کښې د درغلۍ په تور څنګته کړی شوي او څارنوالۍ ته ورمعرفي شوي دي.
د افغانستان د انتخاباتو نوی کمیشن د دغه هیواد د ولسي جرګې د غوره شویو استازو د نومونو د اعلانولو مسئول دی چې انتخابات یې کابو څلور میاشتې مخکښې شوې دي.
دا کمیشن باید د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره هم یوه طرحه وړاندې کړي چې ټاکل شوې د روان ۲۰۱۹ کال د جولایۍ په شلمه نیټه ترسره شي.