افغانستان له فلسطين څخه خپل ملاتړ اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80704-افغانستان_له_فلسطين_څخه_خپل_ملاتړ_اعلان_کړ
په انقره کښې د افغانستان سفير وويل: هېواد يې د صهيونېسټ رژيم د ظلم او ستم په وړاندې د فلسطين له خلقو ملاتړ کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 04, 2019 08:16 Asia/Kabul
  • افغانستان له فلسطين څخه خپل ملاتړ اعلان کړ

په انقره کښې د افغانستان سفير وويل: هېواد يې د صهيونېسټ رژيم د ظلم او ستم په وړاندې د فلسطين له خلقو ملاتړ کوي.

د آناتولي خبري اژانس د رپوټ له مخې عبدالرحيم سيدجان پرون په استنبول کښې د فلسطين خلقو ته د افغانستان د يو ميلين ډالرو انسادوستانه مرستې د ورکولو په مراسمو کښې وويل،که څه هم دغه هېواد له مودو راهسې له زياتو اقتصادي او امنيتي مشکلاتو سره او خنډونو سره مخامخ دے خو افغان ولس هيڅکله خپل فلسطيني وروڼه نه دي هېر کړي.

په انقره کښې افغان سفير زياته کړه ، افغانستان له هغو مشکلاتو څخه چې د فلسطين خلق ورسره مخامخ دي خبر دے او کلکه فېصله يې کړې ده چې د هغوي لپاره وړومبنۍ او انساندوستانه مرستې برابرې کړي.

سيدجان د اسلامي تعاون د تنظيم له هېوادونو او همدارنګ له نورو هېوادونو وغوښتل چې د فلسطين له خلقو څخه ملاتړ ته راودانګي.

د فلسطيني کډوالو په چارو کښې د ملګرو ملتو د امدادي اژانس کمېشنر پيري کروهنبهول هم د افغانستان د انساندوستانه مرستې د بېنکي سند له ترلاسه کولو وروسته وويل، دغه مرسته به د فلسطيني کډوالو د روزنې لپاره ولګول شي.