د امریکا او دطالبانو خبرو اترو هیڅ پرمختګ نه دی لرلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80817-د_امریکا_او_دطالبانو_خبرو_اترو_هیڅ_پرمختګ_نه_دی_لرلی
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوری وویل په قطر کښې د امریکا او د طالبانو د استازیو ترمینځ په خبرو کښې د کابل له حکومت سره د طالبانو د نیغ په نیغه خبرو دپیلیدا په هکله کوم پرمختګ نه دی شوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 10, 2019 01:24 Asia/Kabul
  • د دوحې په خبرو کښې د طالبانو ډلې او د کابل دحکومت ترمینځ د نیغ په نیغه خبرو اترو دپیلیدا په زمینه کښې هیڅ پرمختګ نه دی شوی .
    د دوحې په خبرو کښې د طالبانو ډلې او د کابل دحکومت ترمینځ د نیغ په نیغه خبرو اترو دپیلیدا په زمینه کښې هیڅ پرمختګ نه دی شوی .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوری وویل په قطر کښې د امریکا او د طالبانو د استازیو ترمینځ په خبرو کښې د کابل له حکومت سره د طالبانو د نیغ په نیغه خبرو دپیلیدا په هکله کوم پرمختګ نه دی شوی .

هغه دې ته په اشارې سره چې دقطر په خبرو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره په تماس کښې دی وویل د دوحې په خبرو کښې د طالبانو ډلې او د کابل دحکومت ترمینځ د نیغ په نیغه خبرو اترو دپیلیدا په زمینه کښې هیڅ پرمختګ نه دی شوی .

د افغانستان دولسمشر ویاند هارون چخانسوری ډاګینه کړه د هر هغه اقدام چې ددغه هیواد دسولې له پروګرامونو سره په غږملتیا کښې ترسره شی او له طالبانو سره د کابل دحکومت د نیغ په نیغه خبرواترو زمینه برابره کړی ملاتړ به وکړی .

د امریکا د استازی زلمی خلیل زاد او  دطالبانو د خبرواترو اخری پړاو چې د تیرې فرورۍ میاشتې له پینځویشتمې(۲۵) نیټې  راهسې د قطر په پلازمینې دوحې کښې پیل شوی وو له دوه(۲) ورځې ځنډ وروسته پرون له سره پیل شو.