د امریکا او دطالبانو خبرو اترو هیڅ پرمختګ نه دی لرلی
-
د دوحې په خبرو کښې د طالبانو ډلې او د کابل دحکومت ترمینځ د نیغ په نیغه خبرو اترو دپیلیدا په زمینه کښې هیڅ پرمختګ نه دی شوی .
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان د ولسمشر ویاند هارون چخانسوری وویل په قطر کښې د امریکا او د طالبانو د استازیو ترمینځ په خبرو کښې د کابل له حکومت سره د طالبانو د نیغ په نیغه خبرو دپیلیدا په هکله کوم پرمختګ نه دی شوی .
هغه دې ته په اشارې سره چې دقطر په خبرو کښې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره په تماس کښې دی وویل د دوحې په خبرو کښې د طالبانو ډلې او د کابل دحکومت ترمینځ د نیغ په نیغه خبرو اترو دپیلیدا په زمینه کښې هیڅ پرمختګ نه دی شوی .
د افغانستان دولسمشر ویاند هارون چخانسوری ډاګینه کړه د هر هغه اقدام چې ددغه هیواد دسولې له پروګرامونو سره په غږملتیا کښې ترسره شی او له طالبانو سره د کابل دحکومت د نیغ په نیغه خبرواترو زمینه برابره کړی ملاتړ به وکړی .
د امریکا د استازی زلمی خلیل زاد او دطالبانو د خبرواترو اخری پړاو چې د تیرې فرورۍ میاشتې له پینځویشتمې(۲۵) نیټې راهسې د قطر په پلازمینې دوحې کښې پیل شوی وو له دوه(۲) ورځې ځنډ وروسته پرون له سره پیل شو.