دافغانستان حکومت له طالبانو سره خبرو ته تیار دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80866-دافغانستان_حکومت_له_طالبانو_سره_خبرو_ته_تیار_دی
اوا خبری اژانس وایی د افغانستان حکومت یوځل بیا له طالبانو سره د سولې دخبرو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 12, 2019 07:50 Asia/Kabul
  • طالبانو په ځلونو د سولې د خبرو اترو لپاره دافغانستان د حکومت چمتووالی رد کړی دی .
    طالبانو په ځلونو د سولې د خبرو اترو لپاره دافغانستان د حکومت چمتووالی رد کړی دی .

اوا خبری اژانس وایی د افغانستان حکومت یوځل بیا له طالبانو سره د سولې دخبرو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړ .

د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمد الله محب پرون په نیویارک کښې د ملګروملتونو دامنیت شورا په غونډې کښې وویل د کابل حکومت په هیواد کښې د جنګ د ختمولو او دامنیت دتامینولو لپاره له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرو اترو ته چمتو دی او له دې زیات دې  باید خلک د جنګ قربانی نشی .

حمد الله محب په راتلونکو میاشتو کښې د افغانستان د سولې د مشورتی لویې جرګې ترسره کیدا ته په اشارې سره وویل دغه جرګه چې د افغانستان دټولو خلکو د ارادې بیلګه به وی د سولې د مشورې لپاره زمینه  برابره کړی .

دافغانستان د ملی امنیت سلاکار حمد الله محب ډاګینه کړه حکومت او خلک سوله غواړی او که چیرې د سولې مشرۍ د افغانانو په لاس کښې ووسی نتیجه به ورکړی خو مهمه دا ده چې طالبان له دغه فرصته استفاده وکړی .

هغه جوته کړه حاضردمه د افغانستان کابو شپیته (۶۰) فیصده خلک په بې وزلۍ کښې  ژوند کوی او د اقتصاده څرخه د بیلابیل دلایلو په خاطر له مینځه تللی ده او پانګوال له دغه هیواد څخه د تښتیدا په حال کښې دی .

طالبانو په ځلونو د سولې د خبرو اترو لپاره دافغانستان د حکومت چمتووالی رد کړی دی او ادعا کوی دکابل حکومت د خبرو اترو صلاحیت نلری .