د افغانستان د صلحې د عالي شورا پلاوی ایران ته راځي
Mar 16, 2019 04:00 Asia/Kabul
د افغانستان د صلحې د عالي شورا ویاند د صلحې په بهیر کښې د ایران او افغانستان د غږمله هلوځلو د څیړنې په وخه تهران ته د دغې شورا د پلاوي د سفر خبر ورکړ.
احسان الله طاهري وویل: د افغانستان د صلحې د عالي شورا د دارالانشاء مشر او د سیمې په چارو کښې د افغانستان د ولسمشر ځانګړی استازی محمد عمر داودزي تهران ته په سفر کښې د صلحې د عالي شورا د پلاوي مشري په غاړه لري.
د افغانستان د صلحې د عالي شورا ویاند زیاته کړه چې د افغانستان لوړرتبه پلاوی به نن په تهران کښې د ایران د خارجه وزیر محمد جواد ظریف او د ایران د ملي امنیت د شورا له منشي علي شمخاني په شمول له ځینو لوړرتبه ایراني چارواکو سره ملاقاتونه وکړي او د خپل هیواد د صلحې د بهیر په هکله به ورسره خبرې اترې وکړي.
ټیګونه