ایران په افغانستان کښې د امنیت او ثبات لپاره کوشش کوي
د افغانستان د صلحې عالي شورا په یوه خبرپاڼه کښې وویل: ایران په افغانستان کښې د صلحې، امنیت او ټکاؤ د ټینګښت لپاره خپل پوره پوره کوشش کوي.
تسنیم خبري آژانس لیکلي دي: د افغانستان د صلحې د عالي شورا په بیانیه کښې چې پرون خپره شوه راغلي دي: د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان د حکومت تر څارنې لاندې د صلحې د بهیر ملاتړ کوي او د صلحې د راتګ لپاره د افغانستان له حکومت او خلکو سره د مرستې په تکل کښې دی.
د ویلو ده چې له دې مخکښې د افغانستان د صلحې د عالي شورا د دارالانشاء مشر عمر داودزي په تهران کښې د ایران له خارجه وزیر محمد جواد ظریف سره ملاقات کړی و.
ظریف په دغه کتنه کښې په افغانستان کښې د صلحې او ثبات ټینګښت د اسلامي ایران لپاره ډیر مهم بللی و.
دا په داسې حال کښې دي چې له طالب ډلې سره د صلحې له خبرواترو د افغانستان د حکومت په ډډې ته کولو کښې د امریکې کړنلاره په دې وروستیو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د کشالې سبب شوې ده.