په افغانستان کې خبریالانو ډیر زیانونه لیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i80991-په_افغانستان_کې_خبریالانو_ډیر_زیانونه_لیدلی_دی
د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښیی چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالی ۹۲ پېښې ثبت شوې دی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 19, 2019 01:25 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې خبریالانو ډیر زیانونه لیدلی دی

د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښیی چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالی ۹۲ پېښې ثبت شوې دی.

زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان د  ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانشپرون  دخبریالانو د ورځې په مناسبت  په یوې ناستې کې  پخپلې وینا کې   په روان لمریز کال کې د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالو راپورونه  ټکان ورکوونکی ګڼلی او د خبریالانو په خوندیتوب  یی ټینګار ککړی دی .

سرور دانش وئیلی دی  د بیان ازادی د نورو مدنی ارزښتونو د ټینګېدو اصل دی

ښاغلی دانش ویلی د ډېرې خواشینۍ ځای دی چې لږ تر لږه ۱۸ خبریالان وژل شوی، خو باید د خبریالانو له  ورځې په الهام  سره د خبریالانو د خوندیتوب لپاره د دوی وضعیت ته جدی پام وشی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز موندنې ښیی چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالی ۹۲ پېښې ثبت شوې دی.

دغه مرکز وایی، په‌دغه کال کې د ډول ډول تاوتریخوالی له امله ۱۸ خبریالان او دوه د رسنیو کارکوونکی وژل شوی دی.راپور ښیی چې سږ کال دخبریالانو هدفی وژنې ډېرې وې.

دا په‌داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ژورنالېستانو نړیوال فدراسیون ویلی چې په ۲۰۱۸ میلادی کال کې په هدفی وژنو، بمی چاودنو او جګړو کې ۹۴ ژورنالېستان او د رسنیو کارکوونکی وژل شوی دی.

که څه هم له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې افغان خبریالان او رسنۍ د زور زیاتی کوونکو د معافیت له امله ځورېدلی، خو دوی وایی د دغه ناوړه فرهنګ سره مبارزې ته ژمن دی.