دامریکاله خوادافغانستان دملی امنیت دسلاکاردلیرې کولولپاره ددباؤنو زیاتیدا
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81018-دامریکاله_خوادافغانستان_دملی_امنیت_دسلاکاردلیرې_کولولپاره_ددباؤنو_زیاتیدا
د امریکا مرستیال خارجه وزیر ډیویډهیل دافغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره په ټیلیفونی تماس کې ددغه هیواد د ملی امنیت دسلاکار حمد ا... محب د وروستیو امریکائی ضد څرګندونو په باب دړکې ورکړی او ګواښ ئې کړی،له دې وروسته به دافغانستان دملی امنیت له ملی سلاکار حمد ا... محب سره د واشنګټن هیڅ سیاسی اوپوځی چارواکۍ ارتباط نه ټینګوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 20, 2019 09:33 Asia/Kabul
  • دامریکاله خوادافغانستان دملی امنیت دسلاکاردلیرې کولولپاره ددباؤنو زیاتیدا

د امریکا مرستیال خارجه وزیر ډیویډهیل دافغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره په ټیلیفونی تماس کې ددغه هیواد د ملی امنیت دسلاکار حمد ا... محب د وروستیو امریکائی ضد څرګندونو په باب دړکې ورکړی او ګواښ ئې کړی،له دې وروسته به دافغانستان دملی امنیت له ملی سلاکار حمد ا... محب سره د واشنګټن هیڅ سیاسی اوپوځی چارواکۍ ارتباط نه ټینګوی .

دامریکا دخارجه وزارت لوړپوړو چارواکو یو ځل بیا د افغانستان په چارو کې په ښکاره لاسوهنې سره د دغه هیواد دملی امنیت دسلاکار د ګوښه کولو لپاره  ددغه هیواد  پر حکومت دباؤنه  زیات کړی دی .

 د امریکا مرستیال خارجه وزیر ډیویډهیل دافغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره په ټیلیفونی تماس کې ددغه هیواد د ملی امنیت دسلاکار حمد ا... محب  د وروستیو امریکائی ضد څرګندونو  په باب  دړکې ورکړی  او ګواښ ئې کړی،له دې وروسته به  دافغانستان  دملی امنیت له ملی سلاکار حمد ا... محب سره  د واشنګټن هیڅ سیاسی اوپوځی چارواکۍ ارتباط  نه ټینګوی . 

    دافغانستان د ملی امنیت دسلاکار  له امریکائی ضد څرګندونو وروسته  امریکائی چارواکو   پر اشرف غنی د دباؤ په زیاتولو سره دهغه دلیرې کولو هڅه کوی .

د امریکا د سپیرو او ګوت وهونکو سیاستونو په باب د  په ایشواکونو کې د حمد ا...محب  بې مخینوڅر ګندونو  ددغه هیواد چارواکو غوسه راپارولې ده.

 هغه واشنګټن ته پخپل وروستی سفرکې د امریکااوطالبانو ډلې دوو اړخیزو  خبرواترو ته په اشارې سره  هغه څه ته په نغوتې سره چې  هغه  دکابل دحکومت دکمزوری کولو لپاره  دسپینې ماڼۍ  پروګرام بللی،روښانه کې،  د افغانستان  په چارو کې د امریکاځانګړی استازی زلمی خلیل زاد  په دغه هیواد کې  دځان لپاره ځینی هیلې لری او  په همدې اساس  هیله مند دی ، چې  په افغانستان کې یو  موقته حکومت جوړ شی څو هغه  د هغوی نیابت پخپلې غاړې واخستل شی .

  امریکا ته په سفرکې د افغانستان د ملی امنیت دسلاکار دغه روښانه کونکی څرګندونې،چې  د افغانستان په وړاندې ئې  د سپینې ماڼۍ  دسپیرو نیّتونو څخه پرده پورته کړې ،  د واشنګټن دچارواکو لپاره د زغملو وړ نه دی او  دوی  د حمدا... محب   دڅنګة کولو لپاره  یا لږترلږه  دهغه په وسیله د اعلان شوی د ریځ دسمولو لپاره ددغه هیواد پر ولسمشراشرف غنی ددباؤ د اعمالولو  هڅه کوی .  د امریکا مرستیال خارجه وزیر ډیویډ هیل په دې باب دافغانستان له ولسمشر اشر ف  غنی سره په ټیلیفونی خبرو کې  چې  هیوادئې  دافغانستان دملی امنیت له سلاکار سره خپلې  کاری اورسمی اړیکې غوڅوی ، د افغانستان د مسئلواومشکلاتو په وړاندې د امریکا دسیاستونو په باب  دحمد ا... محب   له ایشواکونکو څرګندونو وروسته  دکابل  حکومت  په ضد ددباؤنو په زیاتولو کې د سپینې ماڼۍ  لومړنی ګام  دی .

 دافغانستان حکومت په دې اندیښمن دی ، چې  له طالبانو سره د  سولې د  دووو اړخیزو خبرواترو په چوکاټ کې امریکا  ددې په ترڅ کې چې  دکابل  دحکومت  رول اوځایګی  کمزوری کوی،دافغانستان  مهمې بریاوې هم  له خطرې سره مخامخ کوی . دافغانستان دچارواکو له نظره،دافغانستان  د موقته حکومت  دجوړولو پلان چې امریکا له طالبانو سره په خبرواترو کې ورځینی ملاتړ کوی ، داساسی  قانون په تصویبولو او دډیموکراسۍ  په لاره کې ددغه هیواد ترټولو مهمې سیاسی بریاوې  له جدی ګواښ سره مخامخ کوی  او عملا  به   پخپل برخلیک د  افغانستان د ولس  حاکمیّت  له لارې وغړوی . 

  دافغانستان په باب د امریکا د غلیمانه اومنافقانه  ما هیّت په باب د حمد ا... محب  څرګندونې،لکه  چې  دهغه هیواد دحکومت لپاره یوه زلزله شوی وی،په نړیوال نظام کې ئې  د سپینې ماڼۍ  دسیالانو داندیښنې  لامل هم شوی  دی .

   ددغو ایشواکونکو څرګندونو  وروسته دروسیې حکومت پر امریکا غږ کړی،له طالبانو سره دې  دخبرواترو  جزیات اعلان کړی .

  داسې ښکاری،دافغانستان  دملی امنیت دسلاکارڅرګندونې،په تیرو څه  دپاسه اتلسو کلونو کې په افغانستان کې دسولې له ټینګولو سره   دمرستې په پلمه  په دغه هیواد کې  دسپینې ماڼۍ  د مرموزې سټراټژۍ دیوې برخې د نتیجې د ویجاړونکو  پایلو په باب  ایشواکونې  او په افغانستان کې د امریکا په سیاستونو  دنیوکو په باب  د بدلانۀ پیچومی دی .