دامریکاله خوادافغانستان دملی امنیت دسلاکاردلیرې کولولپاره ددباؤنو زیاتیدا
د امریکا مرستیال خارجه وزیر ډیویډهیل دافغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره په ټیلیفونی تماس کې ددغه هیواد د ملی امنیت دسلاکار حمد ا... محب د وروستیو امریکائی ضد څرګندونو په باب دړکې ورکړی او ګواښ ئې کړی،له دې وروسته به دافغانستان دملی امنیت له ملی سلاکار حمد ا... محب سره د واشنګټن هیڅ سیاسی اوپوځی چارواکۍ ارتباط نه ټینګوی .
دامریکا دخارجه وزارت لوړپوړو چارواکو یو ځل بیا د افغانستان په چارو کې په ښکاره لاسوهنې سره د دغه هیواد دملی امنیت دسلاکار د ګوښه کولو لپاره ددغه هیواد پر حکومت دباؤنه زیات کړی دی .
د امریکا مرستیال خارجه وزیر ډیویډهیل دافغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره په ټیلیفونی تماس کې ددغه هیواد د ملی امنیت دسلاکار حمد ا... محب د وروستیو امریکائی ضد څرګندونو په باب دړکې ورکړی او ګواښ ئې کړی،له دې وروسته به دافغانستان دملی امنیت له ملی سلاکار حمد ا... محب سره د واشنګټن هیڅ سیاسی اوپوځی چارواکۍ ارتباط نه ټینګوی .
دافغانستان د ملی امنیت دسلاکار له امریکائی ضد څرګندونو وروسته امریکائی چارواکو پر اشرف غنی د دباؤ په زیاتولو سره دهغه دلیرې کولو هڅه کوی .
د امریکا د سپیرو او ګوت وهونکو سیاستونو په باب د په ایشواکونو کې د حمد ا...محب بې مخینوڅر ګندونو ددغه هیواد چارواکو غوسه راپارولې ده.
هغه واشنګټن ته پخپل وروستی سفرکې د امریکااوطالبانو ډلې دوو اړخیزو خبرواترو ته په اشارې سره هغه څه ته په نغوتې سره چې هغه دکابل دحکومت دکمزوری کولو لپاره دسپینې ماڼۍ پروګرام بللی،روښانه کې، د افغانستان په چارو کې د امریکاځانګړی استازی زلمی خلیل زاد په دغه هیواد کې دځان لپاره ځینی هیلې لری او په همدې اساس هیله مند دی ، چې په افغانستان کې یو موقته حکومت جوړ شی څو هغه د هغوی نیابت پخپلې غاړې واخستل شی .
امریکا ته په سفرکې د افغانستان د ملی امنیت دسلاکار دغه روښانه کونکی څرګندونې،چې د افغانستان په وړاندې ئې د سپینې ماڼۍ دسپیرو نیّتونو څخه پرده پورته کړې ، د واشنګټن دچارواکو لپاره د زغملو وړ نه دی او دوی د حمدا... محب دڅنګة کولو لپاره یا لږترلږه دهغه په وسیله د اعلان شوی د ریځ دسمولو لپاره ددغه هیواد پر ولسمشراشرف غنی ددباؤ د اعمالولو هڅه کوی . د امریکا مرستیال خارجه وزیر ډیویډ هیل په دې باب دافغانستان له ولسمشر اشر ف غنی سره په ټیلیفونی خبرو کې چې هیوادئې دافغانستان دملی امنیت له سلاکار سره خپلې کاری اورسمی اړیکې غوڅوی ، د افغانستان د مسئلواومشکلاتو په وړاندې د امریکا دسیاستونو په باب دحمد ا... محب له ایشواکونکو څرګندونو وروسته دکابل حکومت په ضد ددباؤنو په زیاتولو کې د سپینې ماڼۍ لومړنی ګام دی .
دافغانستان حکومت په دې اندیښمن دی ، چې له طالبانو سره د سولې د دووو اړخیزو خبرواترو په چوکاټ کې امریکا ددې په ترڅ کې چې دکابل دحکومت رول اوځایګی کمزوری کوی،دافغانستان مهمې بریاوې هم له خطرې سره مخامخ کوی . دافغانستان دچارواکو له نظره،دافغانستان د موقته حکومت دجوړولو پلان چې امریکا له طالبانو سره په خبرواترو کې ورځینی ملاتړ کوی ، داساسی قانون په تصویبولو او دډیموکراسۍ په لاره کې ددغه هیواد ترټولو مهمې سیاسی بریاوې له جدی ګواښ سره مخامخ کوی او عملا به پخپل برخلیک د افغانستان د ولس حاکمیّت له لارې وغړوی .
دافغانستان په باب د امریکا د غلیمانه اومنافقانه ما هیّت په باب د حمد ا... محب څرګندونې،لکه چې دهغه هیواد دحکومت لپاره یوه زلزله شوی وی،په نړیوال نظام کې ئې د سپینې ماڼۍ دسیالانو داندیښنې لامل هم شوی دی .
ددغو ایشواکونکو څرګندونو وروسته دروسیې حکومت پر امریکا غږ کړی،له طالبانو سره دې دخبرواترو جزیات اعلان کړی .
داسې ښکاری،دافغانستان دملی امنیت دسلاکارڅرګندونې،په تیرو څه دپاسه اتلسو کلونو کې په افغانستان کې دسولې له ټینګولو سره دمرستې په پلمه په دغه هیواد کې دسپینې ماڼۍ د مرموزې سټراټژۍ دیوې برخې د نتیجې د ویجاړونکو پایلو په باب ایشواکونې او په افغانستان کې د امریکا په سیاستونو دنیوکو په باب د بدلانۀ پیچومی دی .