په افغانستان کې ترهه ګرې حملې دسولې له خبرو سره اړوندیږی
دامریکا اوطالبانو ترمینځ په قطر کې دخبرواترو پنځم پړاؤ هم څه موده مخکې له کومې موافقې پرته پای ته رسیدلی او ټاکل شوې چې ددغو خبرواترو شپږم پړاؤ دمارچ تر وروستیو پورې په همدغه قطر کې ترسره شی.
زمونږخبریال راپورر اکړ د افغانستان ولسمشر اشرف غنی نن دولسمشرۍ په ماڼۍ کې په یولړ څرګندونو کې په قطر کې له امریکایانو سره د طالبانو ډلې خبرواترو ته له اشارې پرته ووئیل ، سولې ته له رسیدو مخکې ،تل تاؤتریخوالی زیاتیږی .
اشرف غنی همداراز زیاته کړې ، په افغانستان کې د وروستیو تاؤتریخوالو له زیاتولو موخه ، په خبرواترو کې امتیاز اخستل دی .
دافغانستان ولسمشر په عین حال کې ټینګار کړی ، باید په افغانستان کې له دغو ترهه ګرو حملو سره مقابله وکړو، ځکه ولس نور له ترهه ګرو او ورانکارو فعالیتونو ترپوزې راغلی دی .
دامریکا اوطالبانو ترمینځ په قطر کې دخبرواترو پنځم پړاؤ هم څه موده مخکې له کومې موافقې پرته پای ته رسیدلی او ټاکل شوې چې ددغو خبرواترو شپږم پړاؤ دمارچ تر وروستیو پورې په همدغه قطر کې ترسره شی.
دنوروز اختر اونوی لمریز کال او پسرلی له رارسیدوسره په یووخت، د افغانستان کابل ،کندهار او لښکر ګاه درې ستر ښارونه د څو بمی چاودنو او ترهه ګرو حملو ډګرونه وو،چې په لسګونو بې ګناه کسانو وینه پکې توی شوې ده .