په افغانستان کې دموقتی حکومت په باب دامریکایانوخبرې چټی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81158-په_افغانستان_کې_دموقتی_حکومت_په_باب_دامریکایانوخبرې_چټی_دی
له دې مخکې امریکا ته پخپل سفر کې د افغانستان دملی امنیت سلاکار حمد ا....محب هم وئیلی وو ، دافغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد دقدرت په ترلاسه کولو پسې دی او هڅه کوی په افغانستان کې د موقته حکومت په جوړولو سره دهغو په سر کې راشی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 27, 2019 09:51 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دموقتی حکومت په باب دامریکایانوخبرې چټی دی

له دې مخکې امریکا ته پخپل سفر کې د افغانستان دملی امنیت سلاکار حمد ا....محب هم وئیلی وو ، دافغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد دقدرت په ترلاسه کولو پسې دی او هڅه کوی په افغانستان کې د موقته حکومت په جوړولو سره دهغو په سر کې راشی .

 زمونږخبریال راپور راکړ دطالبانو ډلې یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد نن  دیوې اعلامیې په خپرولو سره په کابل کې د امریکا دسفیر جان بس د ادعا په ردولو سره وئیلی دی دغې ډلې هیڅکله  له امریکایانو سره د موقتی حکومت موضوع نه ده مطرح کړې او مونږ تل ټینګار کړی ،  دافغانستان د داخلی مسئلو په باب به  له امریکایانو سره هیڅ خبرې اترې ونه  کړو.

 په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس ادعا کړې،دموقته حکومت دجوړیدا بحث د طالبانو ډلې تبلیغات دی .

 داپه داسې حال کې دی،چې  له دې مخکې امریکا ته  پخپل سفر کې د افغانستان دملی امنیت سلاکار حمد ا....محب هم وئیلی وو ، دافغانستان  په چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد دقدرت په ترلاسه کولو پسې دی اوهڅه کوی په افغانستان کې دموقته حکومت  په جوړولو سره  دهغو په سر کې راشی .

 دافغانستان د ملی امنیت دسلاکار وروستیو څرګندونو  دامریکائی چارواکو سخته غوسه راپارولې ، په دې ډول چې  دسپینې ماڼۍ مسئولانو له  حمد ا... محب سره  خپلې  اړیکې هم غوڅې کړی  او  دهغه نامه ئې  په هغو کسانو کې شامله کړې ده چې  دامریکا ویزه نشی اخستلی او په دې باب ئې  دافغانستان ولسمشر اشرف غنی ته هم دړکې ورکړی دی .