سږ کال له کندهاره ۴۱ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81176-سږ_کال_له_کندهاره_۴۱_زره_ټنه_انار_بهر_ته_صادر_شوي
د کندهار انار چې په نړیواله کچه یو نوم لری دا انار پخوا له افغانستان ایران او پاکستان ته صادرېدل چې پاکستان به په خپل نوم نورو هېوادونو ته لېږل خو سږ کال په خپله د سوداګرۍ خوني له کندهاره د ۸،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۱زره ټنه انار بهر ته صادر کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2019 08:23 Asia/Kabul
  • سږ کال له کندهاره ۴۱ زره ټنه انار بهر ته صادر شوي

د کندهار انار چې په نړیواله کچه یو نوم لری دا انار پخوا له افغانستان ایران او پاکستان ته صادرېدل چې پاکستان به په خپل نوم نورو هېوادونو ته لېږل خو سږ کال په خپله د سوداګرۍ خوني له کندهاره د ۸،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۱زره ټنه انار بهر ته صادر کړي.

له کندهاره زمونږ خبریال خبر راکړی چې نن د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بیناد ویلي سږ کال وچکالي هم وه خو د نورو کلونو په پرتله د انارو حاصلات او صادرات دواړه زیات وو چې د تېر په پرتله څو برابره زیاتوالی ښیي. هغه زیاته کړه، د کندهار باغونو تر ۱۵۰زره ټنه ډېر د انارو حاصل ورکړی چې د ۸،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت ۴۱ زره ټنه یې پاکستان، هندوستان او ځینو نورو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د نوموړي په خبره، د پاتې انارو يوه اندازه نورو ولايتونو او يا هم بهر ته له راجستر پرته صادر شوي دي هغه زیاتوي، د انارو ډېره برخه پاکستان او لږه برخه یې هند او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.

په ورته وخت کې د هېواد د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکو ویلی دي، په تېر لمریز کال کې شاوخوا ۱۶ مټریک ټنه زعفران هم په هېواد کې  تولید شوي و دې چارواکو ویلی. ۹۰ سلنه تولید شوي زعفران به نورو هېوادونو ته صادر شي..

افغانستان سو داګرۍ په برخه کې اوس صادرات ډېر کړي د معلوماتو له مخې له تېرو دوو کلونو راهیسي د زعفرانو د تولید، پروسس او صادراتو برخه کې پام وړ پرمختګ شوی دی په( ۱۳۹۷)کال د زعفرانو په کر کې سل فیصده زیاتوالی راغلی و.

د هېواد د کرنې او مالدارۍ وزارت په پام کې لري چې په نوي روان ۱۳۹۸ لمریز کال کې په دغه هېواد کې د زعفرانو د پروسس څو مرکزونه هم جوړ کړي.