طالبانو د دوستم د په کاروان حمله وکړه
د طالب ډلې ځواکونو د افغانستان د ولسمشر د وړومبي مرستيال عبدالرشيد دوستم د موټرو په کاروان بريد وکړ.
د ويلو ده چې دوستم پرون له ترکيې نه د افغانستان د مزار شريف ولايت ته سفر وکړ.
د افغان سرچينو د رپوټ له مخې هغه په مزار شريف کښې له لنډې دمې وروسته د شبرغان پر لورې حرکت وکړ چې په لاره کښې د طالبانو له کمين سره مخامخ شو.
د دوستم ساتونکو سمدلاسه په ځوابي بريد لاس پورې کړ او نښته پيل شوه .
په نښته کې د دوستم د يو تن ساتووتکي د وژل کيدو او دوو تنو نورو د زخمي کيدو خبر ورکړ شوے دے. پدې بريد کښې دوستم ته هيڅ ډول زيان نه دے رسيدلی.
ويل کيږي د دوستم ساتوونکي بريد کوونکي طالبان په شا ننبولي دي. د دوستم کاروان د شبرغان پر لورې خپل سفر ته دوام ورکړے دے. خو ځينو سرچينو بيا ويلي دي چې د دواړو لورو ترمېنځ نښته دوام لري.