له ځینو سیاسی شخصیتونو سره د افغانستان د ولسمشر کتنه :-
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81252-له_ځینو_سیاسی_شخصیتونو_سره_د_افغانستان_د_ولسمشر_کتنه
دافغانستان ولسمشر اشرف غنی د هیواد له ځینو سیاسی او مذهبی شخصیتونو سره په کتنې کښې د جنګ دختمولو او د سولې لپاره د خبرو بهیر ته درسیدا په هکله بحث او دنظرتبادله وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 31, 2019 09:34 Asia/Kabul
  • د امریکا او د طالبانو ترمینځ د بې نتیجې خبرو اترو دپینځو (۵) پړاونو ترسره کیدا  د لورو ترمینځ خبرې اترې هم له شکونو سره مخ کړي دي .
    د امریکا او د طالبانو ترمینځ د بې نتیجې خبرو اترو دپینځو (۵) پړاونو ترسره کیدا د لورو ترمینځ خبرې اترې هم له شکونو سره مخ کړي دي .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی د هیواد له ځینو سیاسی او مذهبی شخصیتونو سره په کتنې کښې د جنګ دختمولو او د سولې لپاره د خبرو بهیر ته درسیدا په هکله بحث او دنظرتبادله وکړه .

د افغانستان ولسمشر اشرف غنی په هغه کتنه کښې چې د ولسمشر دوهم (۲)مرستیال سرور دانش ، د ملی وحدت دحکومت اجرایی مشر عبدالله عبدالله ، پخوانی ولسمشر حامدکرزی ، پخوانی جهادی مشر عبدالرب رسول سیاف او  د سولې د لوړې شورا مشر محمد کریم خلیلی پکښې ګډون درلود د سولې  دخبرو اترو په بهیر ټینګار وکړ .

په دغه کتنې کښې ځینو ګډون کونکو له طالبانو سره د سولې او دجنګ د ختمیدا په هکله خپلې لیدتوګی بیان کړې .

د افغانستان ولسمشر اشرف غنی په ځلونو د جنګ د ختمولو ، د امنیت دتامینولو او د سولې دخبرواترو په باره کښې له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی خو  طالبانو د جنګ دختمولو یوازنۍ لاره له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو له وتلو سره اړونده بللی ده .

د سولې دټینګولو او دجنګ دختمولو د څرنګوالی په موضوع سره د افغانستان له ولسمشر اشرف غنی سره د ځینو سیاسی او دمذهبی شخصیتونو کتنه په داسې  شرایطو کښې ده چې  د دائمی ثبات د ټینګیدا په بهیر کښې له خبرواترو څخه  د کابل د حکومت په څنګ ته کولو سره له طالبانو سره دامریکا دوه اړخیزه خبرو اترو د ملی پخلاینې د سترې ستراتیژۍ د اجرا لپاره د ملی وحدت دحکومت پروګرام له چیلنج سره مخ کړی دی .

البته په قطر کښې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د بې نتیجې خبرو اترو دپینځو (۵) پړاونو ترسره کیدا  د لورو ترمینځ خبرې اترې هم له شکونو سره مخ کړی دی .

په داسې حال کښې چې د امریکا حکومت د کابل د چارواکو له بیا بیا اعتراضونو سره سره له طالبانو سره د سولې دخبرواترو په بهیر کښې د افغانستان د حکومت موقعیت څنډې ته کړی دی خو ولسمشر اشرف غنی کوشش کوی له داخلی ظرفیتونو په تیره بیا له سیاسی شخصیتونو او قومی مشرانو په استفادې سره په خپلواکه توګه د جنګ دختمولو او د ملی پخلاینې پروګرام پرمخ بوځی .

دافغانستان د سولې دلوړې شورا غړی میرمن حبیبه سرابی په دې هکله  وایی سوله دافغانستان ملی موضوع ده او د کابل دحکومت لخوا دهغې مدیریت په څنګ کښې باید د ښځو په شمول ټولې سیاسی ډلې پکښې رول ولوبوی او هغوې  د سولې پیغام راوړونکی ووسی .

په همدې اساس ده چې د افغانستان ولسمشر اشرف غنی کابو دوه(۲) میاشت مخکې د مشورتی لوې جرګې د ترسره کولو حکم ورکړ چې البته د لوې جرګې د جوړیدا لپاره ټاکل شوی یوه (۱)میاشت وخت اوس پاې ته رسیدلی دی  .

له طالبانو سره د سولې دخبرواترو  په تیره بیا د کابل دحکومت لخوا دغه ډلې ته د احتمالی امتیازاتو د ورکولو په هکله په افغانستان کښې موجود حساسیتونه سبب شوی دی چې اشرف غنی فیصله وکړی چې د سولې د لوې جرګې د جوړولو له لارې له طالبانو سره د کابل د حکومت احتمالی خبرې اترې د ډله ایزې پوهې نتیجه وبولی  چې په راتلونکی کښې له نیوکو سره مخ نشی .

په دې سربیره د لوې جرګې ترسره کیدل دافغانستان د قومی ، سیاسی او مذهبی مشرانو له نظرونو دګټه د پورته کولو او د همفکرۍ لپاره ښه فرصت دی چې له طالبانو سره د خبرو اترو د پروژې دیوې(۱) برخې مسولیت پرغاړه اخیستلی شی .

په ماسکو کښې له طالبانو سره  په څو میاشتې مخکې خبرو اترو کښې د افغانستان د سیاسی شخصیتونو او دسیاسی ګوندونو دمشرانوګډون  ددغه هیواد په سیاسی فضا کښې د دا ډول تجربو د پیلیدا بیلګه ده چې اټکل کیږی د سولې په بهیر اوهغه ته په اړونده خبرو کښې د افغانستان د سیاسی ډلو رول  پیاوړی شی .

پر دې اساس دسولې دبهیر په هکله د افغانستان له یوشمیر مذهبی او سیاسی شخصیتونو سره د ولسمشر اشرف غنی خبرې هم باید د سولې دمشورتی لوې جرګې د ترسره کیدا لپاره یوه (۱)سریزه وبولو چې هیله کیږی په راتلونکو اونیو کښې  جوړه شی .