په افغانستان کې دموقته حکومت جوړیدا مطرح نه ده
دافغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر د سولې په خبرواترو کې د هراړخیز پلاوی په جوړیدا په ټینګار سره زیاته کړې ده،دسولې په خبرواترو کې د اساسی کرښو یوه برخه د ولس په لاس د ولس د برخلیک دټاکنې اصل دی .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر عبدا..عبدا... پرون د حکومتی کابینې په غونډې کې په دې خبرې په ټینګار سره چې موقتی حکومت جوړول د هیواد په ګټه نه دی ، ئیلی دی ، دموقتی حکومت جوړیدا موضوع تر دې دمه له سیاسی شخصیتونو اوډلو ډلو سره دحکومت د سولې د خبرواترو په بهیر کې مطرح شوی نه ده .
ډاکټر عبدا... روښانه کړې ده ، په افغانستان کې دموقتی حکومت جوړیدا به هاله د مطرح کیدا وړ وی ، چې ښکیل لوری د سولې د درستو موضوعګانو په سر سره موافقې ته ورسیږی .
دافغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر د سولې په خبرواترو کې د هراړخیز پلاوی په جوړیدا په ټینګار سره زیاته کړې ده ، دسولې په خبرواترو کې د اساسی کرښو یوه برخه د ولس په لاس د ولس دبرخلیک دټاکنې اصل دی .
هغه په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو دشتون په باب هم ووئیل تر دې دمه په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو دکمیدا په باب هیڅ ډ ول دستور نه دی صادر شوی او که داسې څه وشی ، نو له افغانستان سره به د ناټو د مګرتیا دغوڅیدا په معنا وی .
هغه په عین حال کې دافغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د استازی زلمی خلیل زاد له سفر س ره همهاله د موقته حکومت له جوړیدا سره د عبدا... عبدا... مخالفت مطرح شوی او داپه داسې حال کې دی چې څه موده مخکې دافغانستان د ملی امنیت سلاکار حمد ا...محب زلمی خلیل په دغه هیواد کې د موقته حکومت په جوړولو او په قدرت غوښتنې تورن کړی ، چې دامریکا ئی چارواکو غوسه ئې راپارولې وه .