په افغانستان کې دموقته حکومت جوړیدا مطرح نه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81276-په_افغانستان_کې_دموقته_حکومت_جوړیدا_مطرح_نه_ده
دافغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر د سولې په خبرواترو کې د هراړخیز پلاوی په جوړیدا په ټینګار سره زیاته کړې ده،دسولې په خبرواترو کې د اساسی کرښو یوه برخه د ولس په لاس د ولس د برخلیک دټاکنې اصل دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 02, 2019 00:35 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دموقته حکومت جوړیدا مطرح نه ده

دافغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر د سولې په خبرواترو کې د هراړخیز پلاوی په جوړیدا په ټینګار سره زیاته کړې ده،دسولې په خبرواترو کې د اساسی کرښو یوه برخه د ولس په لاس د ولس د برخلیک دټاکنې اصل دی .

 زمونږخبریال له کابله راپور راکړ  د افغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر عبدا..عبدا...  پرون  د  حکومتی کابینې  په غونډې کې  په دې خبرې په ټینګار سره چې  موقتی حکومت جوړول د هیواد په ګټه نه دی ، ئیلی دی ،  دموقتی حکومت جوړیدا موضوع  تر دې دمه  له سیاسی شخصیتونو اوډلو ډلو سره  دحکومت د  سولې د خبرواترو په بهیر کې  مطرح شوی نه ده .

 ډاکټر عبدا... روښانه کړې ده ،  په افغانستان کې  دموقتی حکومت  جوړیدا  به  هاله د مطرح کیدا وړ وی ، چې  ښکیل لوری  د سولې د درستو موضوعګانو په سر  سره موافقې ته ورسیږی .

 دافغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا  مشر  د سولې په خبرواترو  کې د هراړخیز پلاوی په جوړیدا په ټینګار سره  زیاته کړې ده ،   دسولې په خبرواترو کې د اساسی کرښو یوه برخه  د ولس په لاس د ولس  دبرخلیک دټاکنې اصل دی .

 هغه  په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو  دشتون په باب هم ووئیل تر دې دمه   په افغانستان کې د بهرنیو عسکرو دکمیدا په باب  هیڅ ډ ول دستور نه دی صادر شوی او  که داسې څه وشی ، نو  له افغانستان سره به د ناټو د مګرتیا دغوڅیدا په معنا وی .

 هغه په عین حال کې  دافغانستان  د سولې په چارو  کې د  امریکا د استازی زلمی خلیل زاد  له سفر س ره همهاله  د موقته حکومت   له جوړیدا سره د عبدا... عبدا... مخالفت  مطرح شوی او  داپه داسې حال کې دی چې  څه موده مخکې   دافغانستان  د ملی امنیت سلاکار  حمد ا...محب  زلمی خلیل  په دغه هیواد کې د موقته حکومت  په جوړولو او  په قدرت غوښتنې  تورن  کړی ، چې  دامریکا ئی  چارواکو غوسه ئې راپارولې وه .