طالبانو د دوحې دغونډې فهرست رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81326-طالبانو_د_دوحې_دغونډې_فهرست_رد_کړ
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان دطالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» دځینو رسنیو لخوا د قطر د سولې په خبرو کښې د دغه ډلې د ګډون کونکو استازیو خپور شوی فهرست رد کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2019 06:36 Asia/Kabul
  • طالبان له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو په وتلو ټینګار لري .
    طالبان له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو په وتلو ټینګار لري .

تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان دطالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» دځینو رسنیو لخوا د قطر د سولې په خبرو کښې د دغه ډلې د ګډون کونکو استازیو خپور شوی فهرست رد کړ .

هغه وویل دقطر په پلازمینې دوحې کښې د طالبانو د استازیو د نومونو خپور شوی فهرست جعلی دی  او هیڅ اعتبار نلری .

د افغانستان ځینو رسنیو د قطر په غونډې کښې د کابو دوه سوو(۲۰۰) ګډون کونکو فهرست خپور کړی خو طالبانو دغه نوم لړ رد کړی دی .

ټاکل شوی ده چې د اپریل د میاشتې په نیمایی کښې د قطر په پلازمینې دوحې کښې دطالبانو او دافغانستان د سیاسی ګوندونو ترمینځ خبرې وشی .

تراوسه په افغانستان کښې د جنګ د ختمیدا او دسولې د ټینګیدا لپاره دامریکا او د طالبانو ترمینځ ډیرې خبرې اترې شوی خو هیڅه نتیجه یې نه ده لرلی .

طالبان له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو په وتلو ټینګار لری .

ویل کیږي چې د قطر په غونډه کښې دافغانستان د حکومت هیڅ استازی ګډړون نه کوي .