طالبانو د دوحې دغونډې فهرست رد کړ
-
طالبان له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو په وتلو ټینګار لري .
تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان دطالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» دځینو رسنیو لخوا د قطر د سولې په خبرو کښې د دغه ډلې د ګډون کونکو استازیو خپور شوی فهرست رد کړ .
هغه وویل دقطر په پلازمینې دوحې کښې د طالبانو د استازیو د نومونو خپور شوی فهرست جعلی دی او هیڅ اعتبار نلری .
د افغانستان ځینو رسنیو د قطر په غونډې کښې د کابو دوه سوو(۲۰۰) ګډون کونکو فهرست خپور کړی خو طالبانو دغه نوم لړ رد کړی دی .
ټاکل شوی ده چې د اپریل د میاشتې په نیمایی کښې د قطر په پلازمینې دوحې کښې دطالبانو او دافغانستان د سیاسی ګوندونو ترمینځ خبرې وشی .
تراوسه په افغانستان کښې د جنګ د ختمیدا او دسولې د ټینګیدا لپاره دامریکا او د طالبانو ترمینځ ډیرې خبرې اترې شوی خو هیڅه نتیجه یې نه ده لرلی .
طالبان له افغانستانه د ټولو بهرنیو پوځیانو په وتلو ټینګار لری .
ویل کیږي چې د قطر په غونډه کښې دافغانستان د حکومت هیڅ استازی ګډړون نه کوي .