په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت په هکله نظرپوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81466-په_افغانستان_کښې_د_صلحې_د_ټینګښت_په_هکله_نظرپوښتنه
په افغانستان کښې د یوې نظرپوښتنې پایلې ښودنه کوي چې د دغه هیواد څه باندې ۴۲ فیصده خلک د افغانستان د حکومت او طالب ډلې ترمینځ صلحه ناشونې ګڼي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2019 03:21 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د صلحې د ټینګښت په هکله نظرپوښتنه

په افغانستان کښې د یوې نظرپوښتنې پایلې ښودنه کوي چې د دغه هیواد څه باندې ۴۲ فیصده خلک د افغانستان د حکومت او طالب ډلې ترمینځ صلحه ناشونې ګڼي.

تسنیم خبري آژانس لیکلي چې د (بنیاد آسیا) فاونډیشن د نظر پوښتنې پایلې ښودنه کوي چې په دغه هیواد کښې له قومیتي نظره کابو ۶۴ فیصده پښتانه له طالبانو سره د صلحې ټینګښت ممکن ګڼي په داسې حال کښې چې ۵۱ فیصده تاجیکان، ۴۳ فیصده هزاره او یوازي ۳۹ فیصده ازبکان د افغان حکومت او طالب ډلې ترمینځ د صلحې ټینګښت ناممکن ګڼي.

په افغانستان کښې د صلحې لپاره له امریکايي چارواکو سره د طالب ډلې نیغ په نیغه خبرې اترې روانې دي چې په کښې د طالبانو مهم شرط له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

له بلې خوا طالب ډلې تل د افغانستان د ملي وحدت د حکومت په ناروا بللو سره تراوسه له دغه حکومت سره خبرواترو ته غاړه نه ده ایښې.