له طالبانوسره په قطرکې دغونډې دګډون والونامې اعلان شوې
داپه داسې حال کې دی چې دطالبانو یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد جوته کړې ده چې دقطر په خبرواترو کې به د کابل حکومت په استازیتوب هیڅوک ګډون ونه کړی .
تسنیم خبری اژانس راپورورکړ دافغانستان دولسمشر ویندوی هارون چخانسوری ویلی په قطر کې ئې له طالبانو سره په غونډې کې دګډون لپاره ددغه هیواد د سیاسی شخصیتونو ، دمدنی ټولنو ،ګوندونو او مشرانو څخه د جوړ دوه نیم سوه کسیز نومونه خپرۀ کړی دی .
راپورښئ له دې مخکې ټاکل شوې وه ، چې په قطر کې له طالبانو ډ لې سره دبین الافغانی خبرواترو دپیلولولپاره دافغانستان دحکومت داستازو او ګوندونو دمسئولانو څخه جوړ ټیم خبرې اترې وکړی .
له طالبانو سره د سیاسی ګوندونو دخبرواترو لومړنی پړاؤ په ماسکو کې ترسره شوی او ټاکل شوې ده ددغو خبرواترو دوهم پړاؤ ، البته دافغانستان د حکومت د ځینو استازو په شتون سره داپریل په نولسمه او شلمه په قطر کې ترسره شی .
داپه داسې حال کې دی چې دطالبانو یوه ویندوی ذبیح ا... مجاهد جوته کړې ده چې دقطر په خبرواترو کې به د کابل حکومت په استازیتوب هیڅوک ګډون ونه کړی .