دقطر حکومت په دوحې کې د افغانستان دسولې غونډه لغوه کړې ده
سره له دې چې ددوحې غونډې ته د ا فغانستان د حکومت دوه نیم سوه کسیز پلاوی دتلو لپاره تیار ؤ خو دقطر خارجه وزارت د ځینو شخصیتونو یو نوی لیسټ چې باید په دغې غونډې کې ګډون وکړی،دکابل حکومت لپاره ولیږدوۀ .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ دافغانستان دولسمشرۍ دفترنن دیوې اعلامیې په خپرولو سره قطر په د وحې کې دافغانستان د سولې دغونډې په لغوه کولو تورن کړی او وئیلی ئې دی، سره له دې چې ددوحې غونډې ته د افغانستان دحکومت دوه نیم سوه کسیز پلاوی دتلو لپاره تیار ؤ خو دقطر خارجه وزارت د ځینو شخصیتونو یو نوی لیسټ چې باید په دغې غونډې کې ګډون وکړی ، دکابل حکومت لپاره ولیږدوۀ .
د دغه راپور په اساس دقطر دغه اقدام په دوحې کې د افغانستان د سولې د خبرواترو دلغوه کیداعامل اعلان شوی دی .