ناسم مدیریت دقطر دسولې غونډه لغوه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81679-ناسم_مدیریت_دقطر_دسولې_غونډه_لغوه_کړې
ښاغلی عبدا... ټینګار کړی ، افغان حکومت به د سولې دخبرواترو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 23, 2019 00:37 Asia/Kabul
  • ناسم مدیریت دقطر دسولې غونډه لغوه کړې

ښاغلی عبدا... ټینګار کړی ، افغان حکومت به د سولې دخبرواترو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوی.

زمونږخبرایل راپورراکړ  دافغانستان  د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر عبدا...عبدا... پرون ناوخته  د کابینې   په غونډې کې وئیلی دی ،که څه هم په قطر کې له طالبانو سره د افغان حکومت د استازو او سیاستوالانو غونډه په خپل وخت ترسره نه‌شوه او د بیا جوړېدو یا نه‌جوړېدو په اړه‌یې هم دقیق څه نه‌ویل کېږی، خو د مصالحې د رهبرۍ شورا  د موجودیت اړین دی .

 هغه وئیلی ،دا چې د سولې مخامخ خبرو او یا هم مذاکراتو کې لکه د قطر غونډه چې په پام کې وه، د افغانستان د خلکو واحد او برحق غږ تمثیل شی، کومې مشورې مو چې د هېواد له مشرانو او سیاستوالانو سره  په دې برخه کې درلودې، ، زه په‌دې باور یم چې د مصالحې د رهبرۍ شورا په‌دې برخه کې ډېره ګتوره تمامېدلای او مونږ سره مرسته کولی شی."

ښاغلی عبد...  ټینګار کړی ، افغان حکومت به د سولې دخبرواترو  په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوی.

نوموړی د قطر د غونډې د لغوه کېدو لامل ناسم مدیریت وباله، خو په‌دې اړه ئې لازیات  جزئیات ورنه‌کړل.