ناسم مدیریت دقطر دسولې غونډه لغوه کړې
ښاغلی عبدا... ټینګار کړی ، افغان حکومت به د سولې دخبرواترو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوی.
زمونږخبرایل راپورراکړ دافغانستان د ملی وحدت حکومت داجرائی شورا مشر عبدا...عبدا... پرون ناوخته د کابینې په غونډې کې وئیلی دی ،که څه هم په قطر کې له طالبانو سره د افغان حکومت د استازو او سیاستوالانو غونډه په خپل وخت ترسره نهشوه او د بیا جوړېدو یا نهجوړېدو په اړهیې هم دقیق څه نهویل کېږی، خو د مصالحې د رهبرۍ شورا د موجودیت اړین دی .
هغه وئیلی ،دا چې د سولې مخامخ خبرو او یا هم مذاکراتو کې لکه د قطر غونډه چې په پام کې وه، د افغانستان د خلکو واحد او برحق غږ تمثیل شی، کومې مشورې مو چې د هېواد له مشرانو او سیاستوالانو سره په دې برخه کې درلودې، ، زه پهدې باور یم چې د مصالحې د رهبرۍ شورا پهدې برخه کې ډېره ګتوره تمامېدلای او مونږ سره مرسته کولی شی."
ښاغلی عبد... ټینګار کړی ، افغان حکومت به د سولې دخبرواترو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوی.
نوموړی د قطر د غونډې د لغوه کېدو لامل ناسم مدیریت وباله، خو پهدې اړه ئې لازیات جزئیات ورنهکړل.