دسولې غونډه باید په ازبکستان کښې وشی
-
کابل هڅه کوي دسولې دغه غونډه د قطر پرځاې د ازبکستان په پلازمینې تاشکند کښې وشي .
تسنیم خبری اژانس وایی دافغانستان حکومت د سولې دبین الافغانی غونډې د کوربه توب لپاره د ازبکستان د چمتووالی خبر ورکړ .
د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال «صمیم عارفی» د سولې د بین الافغانی خبرواترو د کوربه توب لپاره د ازبکستان د چمتووالی په اعلانولو سره وویل کابل هڅه کوی دسولې دغه غونډه د قطر پرځاې د ازبکستان په پلازمینې تاشکند کښې وشی .
صمیم عارفی وویل ددغه غونډې د ترسره کیدا وخت معلوم نه دی او تراوسه د مرکچی پلاویو د جوړښت په هکله هم کومه فیصله نه ده شوی .
دافغانستان حکومت په دغه غونډې کښې دګډون لپاره دوه سوه پنځوس (۲۵۰) کسیز پلاوی چمتو کړی وو خو طالبانو او قطر ورسره موافقه ونکړه او له هغه وروسته قطر هم ددغه غونډې د ګډون کونکو نوی فهرست خپور کړ چې د کابل دحکومت له مخالفت سره مخ شو او په نهایت کښې دغه غونډه لغوه شوه .