دافغانستان د سولې موضوع دانتخاباتو په نسبت ډیره مهمه ده
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی په داسې حال کې د لوئې جرګې ملاتړ کړی دی ، چې تر دې دمه دافغانستان دیارلسو ګوندونو اوډلو ټپلو او د افغانستان دملی وحدت حکومت د اجرائی شورا مشر عبدا... پشمول د دغه هیواد کابو پنځوسوسیاسی شخصیتونودسولې مشورتی لویه جرګه بایکاټ کړې ده .
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی چې په ماسکو کې د امنیتی غونډې کې د ګډون لپاره روسیې ته تللی ، په یولړ څرګندونو کې ټینګار کړی ، د افغانستان د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې باید په دغه هیواد کې سوله ټینګه شی ، ځکه د ثبات په بڼه کې به انتخابات په لاښه ډول ترسره شی . هغه ټینګار کړی دافغانستان دسولې موضوع باید د انتخاباتو د ترسره کیدا په نسبت په لومړیتوب کې وی . حامد کرزی په بین الافغانی خبرواترو کې دطالبانو د حاضرولو لپاره د روسیې اوچین دناستې په هرکلی سره هیله ښودلې چې د ماسکو غونډه بریالی شی.هغه ټینګار کړی د افغانستان دبحران حل لاره یوازې د سوله ایزو خبرواترو له لارې ممکنه ده او افغانان باید د موافقې په رامینځةکولو کې دپام وړ رول ولوبوی .
حامد کرزی روښانه کړې هلې ځلې باید دبین الافغانی خبرواترو لپاره پر هڅونې متمرکزې شی او دهغو په شفافوالی سره باید دسیمه ایزو لوبغاړو له ملاتړه هم برخمنې شی .