ایران د کابل په مشرۍ د سولې دخبرو ملاتړ کوی
-
دایران اصول دغه اجازه نه ورکوي دافغانستان په باره کښې په هغو خبرو کښې شرکت وکړي چې دکابل حکومت پکښې ګډون نلري .
زمونږ خبریال وایی په کابل کښې د ایران سفیر د افغانستان دحکومت په مشرۍ د سولې له بهیر څخه دتهران په ملاتړ ټینګار وکړ .
په کابل کښې د ایران سفیر محمد رضا بهرامي او د افغانستان دملي امنیت سلاکار حمد الله محب په کتنې کښې دافغانستان دخلکو په مشرۍ او مالکیت دسولې د موضوګانو او د دوه اړخیزه ملګرتیا د پیاوړتیا په هکله دنظر تبادله وکړه .
دایران سفیر او د افغانستان دملي امنیت سلاکار د دغه هیواد دثبات لپاره دسیمه ییزې اجماع د څرنګوالي په هکله هم خبرې وکړې .
په افغانستان کښې دایران د اسلامي جمهوریت سفیر په دغه هیواد کښې د جنګ او نښتې دختمیدا او دسولې د ټينګیدا پرضرورت ټینګار وکړ .
دایران دباندنیو چارو وزیر محمد جوادظریف وړمه ورځ په نیویارک کښې د اسیایي ټولنې په غونډه کښې ویلي وو دایران اصول دغه اجازه نه ورکوي دافغانستان په باره کښې په هغو خبرو کښې شرکت وکړي چې دکابل حکومت پکښې ګډون نلري .
امریکا د افغانستان دسولې په خبرو کښې د کابل حکومت څنګ ته کړی دی او کوشش کوي له طالبانو ډلې سره د افغانستان د خلکو د برخلیک د ټاکلو په هکله موافقې ته ورسیږي .
سیاسي کارپيژاندي باوري دي له طالبانو ډلې سره د امریکا خپل سره خبرې اترې چې د کابل له حکومت او دسیمې له هیوادونو سره له غږملتیا پرته ترسره کیږي په دغه هیواد کښې د سولې دټینګیدا سبب نشي کیدلای .
امریکا او د هغه ملګرو په ۲۰۰۱ میلادي کال کښې په افغانستان کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنیت دتامینولو په پلمه په دغه هیواد یرغل وکړ خو په دغه هیواد کښې نه یوازې امنیت ټینګ شوی نه دی بلکې ناامنۍ ، ترهګرۍ او دنشه ایزو مواد کر او تولید بیخي زیات شوی دی .