افغان ښځې باید د سولې په خبرو اترو کې اغېزمنه ونډه ولری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81787-افغان_ښځې_باید_د_سولې_په_خبرو_اترو_کې_اغېزمنه_ونډه_ولری
ټاکل شوې د سولې مشورتی لویه جرګه د را روانې دوشنبې په ورځ په کابل کې پیل شی چې ویل کیږی دیرش فی صده ګډون کونکی ئې افغان میرمنې دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 28, 2019 00:21 Asia/Kabul
  • افغان ښځې باید د سولې په خبرو اترو کې اغېزمنه ونډه ولری

ټاکل شوې د سولې مشورتی لویه جرګه د را روانې دوشنبې په ورځ په کابل کې پیل شی چې ویل کیږی دیرش فی صده ګډون کونکی ئې افغان میرمنې دی .

زمونږخبریال  له کابله راپور راکړ د افغانستان د بشری حقونودخپلواکه کمېشن مشرې میرمن سیما ثمرپرون په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ،  ښځې د جګړې اصلی قربانی دی او باید دسولې په خبرو اترو کې اغېزمنه ونډه ولری.

میرمن سیما ثمر همداراز د سولې د مشورتی لویې جرګې د جوړېدو په درشل کې پر حکومت غږ کړی،په دې پروسې کې دې د ښځو غوښتنو ته جدی پام وکړی .

هغې زیاته کړې،عدالت او دجګړې د قربانیانو غوښتنو ته پام باید د سولې د پروسې اصلی چورلیز  وګڼل شی، د ښځو غوښتنه دا ده چې دوی باید د سولې په ټولو پروسو کې رښتینی او اغېزمنه ونډه ولری، له پلان جوړونې د سولې تر خبرواترو  پورې او همداراز د توافق نامو په تطبیق کې د ښځو ونډه اړینه ده،ټول دې په دې پوهه شی چې  ښځې نمایشې ونډه نه غواړی."

د سولې دخبرو اتروشفافیت، اوربند،د تېرو۱۸کلونو د لاسته راوړنو خوندیتوب،دملګرو ملتونو سازمان له خوا څارنه او دجګړې د قربانیانو غوښتنو ته پاملرنه د کمېسیون له خوا د شوې څېړنې له نورو مسایلو دی چې ښځو پرې ټینګار کړی.

د ښځو، سولې او امنیت ملی څېړنه په ۳۳ ولایتونو کې شوې او څه دپاسه پنځه زره کسان پکې پوښتل شوی دی.

  ټاکل شوې د سولې مشورتی لویه جرګه د را روانې دوشنبې په ورځ په کابل کې پیل شی چې ویل کیږی دیرش فی صده ګډون کونکی ئې افغان میرمنې دی  .