افغان ښځې باید د سولې په خبرو اترو کې اغېزمنه ونډه ولری
ټاکل شوې د سولې مشورتی لویه جرګه د را روانې دوشنبې په ورځ په کابل کې پیل شی چې ویل کیږی دیرش فی صده ګډون کونکی ئې افغان میرمنې دی .
زمونږخبریال له کابله راپور راکړ د افغانستان د بشری حقونودخپلواکه کمېشن مشرې میرمن سیما ثمرپرون په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، ښځې د جګړې اصلی قربانی دی او باید دسولې په خبرو اترو کې اغېزمنه ونډه ولری.
میرمن سیما ثمر همداراز د سولې د مشورتی لویې جرګې د جوړېدو په درشل کې پر حکومت غږ کړی،په دې پروسې کې دې د ښځو غوښتنو ته جدی پام وکړی .
هغې زیاته کړې،عدالت او دجګړې د قربانیانو غوښتنو ته پام باید د سولې د پروسې اصلی چورلیز وګڼل شی، د ښځو غوښتنه دا ده چې دوی باید د سولې په ټولو پروسو کې رښتینی او اغېزمنه ونډه ولری، له پلان جوړونې د سولې تر خبرواترو پورې او همداراز د توافق نامو په تطبیق کې د ښځو ونډه اړینه ده،ټول دې په دې پوهه شی چې ښځې نمایشې ونډه نه غواړی."
د سولې دخبرو اتروشفافیت، اوربند،د تېرو۱۸کلونو د لاسته راوړنو خوندیتوب،دملګرو ملتونو سازمان له خوا څارنه او دجګړې د قربانیانو غوښتنو ته پاملرنه د کمېسیون له خوا د شوې څېړنې له نورو مسایلو دی چې ښځو پرې ټینګار کړی.
د ښځو، سولې او امنیت ملی څېړنه په ۳۳ ولایتونو کې شوې او څه دپاسه پنځه زره کسان پکې پوښتل شوی دی.
ټاکل شوې د سولې مشورتی لویه جرګه د را روانې دوشنبې په ورځ په کابل کې پیل شی چې ویل کیږی دیرش فی صده ګډون کونکی ئې افغان میرمنې دی .