دافغانستان د مشورتی لوئې جرګې جوړیداد وخت ضرورت دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81791-دافغانستان_د_مشورتی_لوئې_جرګې_جوړیداد_وخت_ضرورت_دی
له عبدالرب رسول سیاف څخه غوښتل شوی دی،دافغانستان د سولې مشورتی لوئې جرګې دغونډې مشری دې چې ټاکل شوې ده،سبا یعنی داپریل په ۲۹نیټه دڅه دپاسه دوه نیم زره کسانو په شتون سره ترسره شی،په غاړه واخلی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 28, 2019 02:00 Asia/Kabul
  • دافغانستان د مشورتی لوئې جرګې جوړیداد وخت ضرورت دی

له عبدالرب رسول سیاف څخه غوښتل شوی دی،دافغانستان د سولې مشورتی لوئې جرګې دغونډې مشری دې چې ټاکل شوې ده،سبا یعنی داپریل په ۲۹نیټه دڅه دپاسه دوه نیم زره کسانو په شتون سره ترسره شی،په غاړه واخلی .

 زمونږ خبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ  دافغانستان ولسمشر  اشرف غنی  ددغه هیواد  د وخت له  یوه جهادی مشر  عبدالرب رسول سیاف سره  د  مشورتی لوئې جرګې  دجوړیداپشمول  د افغانستان دنورو مسئلو په باب  لیده کاته کړی دی .

  دافغانستان  دولسمشرۍ ماڼۍ  پرون ناوخته  وئیلی دی ، په دغې کتنې کې  د مشورتی لوئې جرګې  په باب  بحث او دنظر تبادله شوې ده .

  په دغې کتنې کې  د افغانستان د سولې دعالی شورا د  دارالانشاء مشر  عمر داؤد زئ   او دملی امنیت  دشورا مشر  محمد معصوم ستانکزئ  هم موجود وو. دځینو راپورونو اساس  په دغې کتنې کې  له عبدالرب رسول سیاف څخه غوښتل شوی دی ، دافغانستان د سولې مشورتی لوئې جرګې  دغونډې مشری  دې چې ټاکل شوې ده،سبا  یعنی داپریل  په ۲۹نیټه  دڅه دپاسه دوه نیم زره کسانو په شتون  سره ترسره شی ، په غاړه واخلی .