دطالبانوپه ضدبه دافغان پوځ عملیات نوره هم سخت اوچټک شی
دافغانستان د دفاع وزارت سرپرست ددغه هیواد دسولې دخبرواترو بهیر ته په اشارې سره وئیلی دی، ددغه هیواد حکومت او پوځیوازې دهغې سولې ملاتړ کوی،چې په هغې کې د ولس عزت او دحکومت او پوځ دتیرو اتلسو کلونو بریاوې وساتل شی .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړی،دافغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدا... خالد په یولړ څرګندونو کې ددغه هیواد په بیلابیلو سیمو کې دطالبانو ډلې د مورچلو په ضد ددغه یهواد دپوځ عملیاتو دسختولو او چټک کولوپه ضرورت په ټینګارسره وئیلی دی ، دطالبانو په ضد دپوځی ځواک دحملو زیاتیدا، دهغوی روحیه کمزوری کوی اوسیاسی معادلات به د دغه هیواد ولس او حکومت په ګټه شی .
دافغانستان د دفاع وزارت سرپرست ددغه هیواد دسولې دخبرواترو بهیرته په اشارې سره وئیلی دی،ددغه هیواد حکومت او پوځیوازې دهغې سولې ملاتړ کوی،چې په هغې کې د ولس عزت او دحکومت او پوځ دتیرو اتلسو کلونو بریاوې وساتل شی .