طالبان دې په افغانستان کې جنګ پای ته ورسوی
عبدالرب رسول سیاف پر هغو سیاسی اومذهبی شخصیتونو او او ډلو ټپلو چې دغه غونډه ئې بایکاټ کړې، هم نیوکې وکړې او زیاته ئې کړې ده،دافغانستان ولس سوله غواړی او د ولس د ارادې په وړاندې هیڅوک کوم خنډ نشی جوړولی .
شین هوا خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان د وخت یوه جهادی مشر او دافغان ولسمشر اشر ف غنی له خوا د مشورتی لوئې جرګې په مشرۍ ټاکل شوی شخصیت عبدالرب رسول سیاف نن د لوئې جرګې دغونډې په پیل کې طالبانو ډلې ته د سولې بلنه ورکړې او وئیلی ئې دی ، سوله د خدای اود هغه د رسول غوښتنه ده او په دې زمینې کې ګام پورته کول عبادت دی .
عبدالرب رسول سیاف پر هغو سیاسی اومذهبی شخصیتونو او او ډلو ټپلو چې دغه غونډه ئې بایکاټ کړې ، هم نیوکې وکړې او زیاته ئې کړې ده ، دافغانستان ولس سوله غواړی او د ولس د ارادې په وړاندې هیڅوک کوم خنډ نشی جوړولی .
د افغانستان د سولې مشورتی لوئې جرګې مشر زیاته کړې،دملت غیږه د طالبانو لپاره پرانیستې ده ، ځکه ولس له جنګه ستړی شوی دی او غواړی ، په دغه هیواد کې سوله او امنیت ټینګ شی .