راځئ دسولې دټینګیدو اودجنګ دختمولو لپاره سره یو شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81825-راځئ_دسولې_دټینګیدو_اودجنګ_دختمولو_لپاره_سره_یو_شو
اشرف غنی په هغو افغان سیاسی او مذهبی شخصیتونو او ګوندونو اوډلو ټپلو چې د افغانسان دسولې مشورتی لویه جرګه ئې بایکاټ کړې ده،نیوکې وکړې او وې وئیل د ولس د غوښتنې په نظر کې له نیولو پرته هرډول فیصله به بې نتیجې وی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2019 10:22 Asia/Kabul
  • راځئ دسولې دټینګیدو اودجنګ دختمولو لپاره سره یو شو

اشرف غنی په هغو افغان سیاسی او مذهبی شخصیتونو او ګوندونو اوډلو ټپلو چې د افغانسان دسولې مشورتی لویه جرګه ئې بایکاټ کړې ده،نیوکې وکړې او وې وئیل د ولس د غوښتنې په نظر کې له نیولو پرته هرډول فیصله به بې نتیجې وی .

زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ  دافغانستان ولسمشر اشرفغنید سولې دمشورتی لوئې جرګې په برخلیک ټاکونکی او مهمې غونډې کې پخپلې ویناکې ووئیل  دافغانستان حکومت اجازت نه ورکوی  سولې  غیر افغانی خبرې اترې ترسره شی .

 هغه زیاته کړې د جنګ ختمیدا او د تل پاتې سولې او امنیت ټینګیدا  دافغانستان د ولس اوحکومت یوه جدی هیله ده،ځکه  ددغه  هیواد ولس  په دغه جنګ کې ډ یرخواږۀ بچیان او خپل خپلوان  له لاسه ورکړی دی .

Image Caption

 

 اشرف غنی همداراز پر طالبانو غږ کړی،له افغان حکومت سره دې اختلافات ختم کړی او  دنفاق او تفرقې مخه دې ونیسی .

 دافغانستان  ولسمشر وئیلی دی،لویه جرګه  یوه ملی اجماع ده،ځکه دغوره او بیلګه میرمنې او ځوانان پکې شتون لری .

 اشرف غنی  په دوام کې په هغوافغان سیاسی اومذهبی شخصیتونو  او ګوندونو اوډلو ټپلو چې د افغانسان دسولې مشورتی لویه جرګه ئې بایکاټ کړې ده،نیوکې وکړې او وې وئیل  د ولس د غوښتنې  په نظر کې له نیولو پرته  هرډول فیصله  به بې نتیجې وی .