دامریکا ځانګړی ځواک به بیاهم په افغانستان کې شتون ولری
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81861-دامریکا_ځانګړی_ځواک_به_بیاهم_په_افغانستان_کې_شتون_ولری
زلمی خلیل زاد په دې ادعا سره چې له طالبانو ډلې سره سوله په افغانستان کې د جنګ دختمیدا په معنا نه ده،زیاته کړې،په تیرو اوو میاشتو کې په افغانستان کې دسولې لپاره له هلوځلوسره سره،له طالبانو ډلې سره په خبرواترو کې څه خاص پرمختګ نه دی شوی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 01, 2019 01:25 Asia/Kabul
  • دامریکا ځانګړی ځواک به بیاهم په افغانستان کې شتون ولری

زلمی خلیل زاد په دې ادعا سره چې له طالبانو ډلې سره سوله په افغانستان کې د جنګ دختمیدا په معنا نه ده،زیاته کړې،په تیرو اوو میاشتو کې په افغانستان کې دسولې لپاره له هلوځلوسره سره،له طالبانو ډلې سره په خبرواترو کې څه خاص پرمختګ نه دی شوی .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ،  دافغانستان په  چارو کې د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد  له طلوع نیوز ټیلیویژنی چینل سره په خبرو کې ټینګار کړی ، حتی که  په  افغانستان کې سوله هم ټینګه شی ، بیا به  هم  امریکائی پوځیان په افغانستان کې   خپل شتون ته دوام ورکړی .

زلمی خلیل زاد ټڼیګار کړی ،امریکا په افغانستان کې دسیاسی لارې په لټولو پسې ده، خو له دغه هیواده د وتلو  نیّت نه لری .

  زلمی خلیل زاد  په دې ادعا سره چې له طالبانو ډلې سره سوله  په افغانستان کې د جنګ دختمیدا په معنا نه ده،زیاته کړې،په تیرو اوو میاشتو کې  په افغانستان کې دسولې لپاره له هلوځلوسره سره،له طالبانو ډلې سره په خبرواترو کې څه خاص پرمختګ نه دی شوی .

 امریکا دقطر په دوحې کې دافغانستان د روا حکومت له شتون پرته  له طالبانو ډلې سره  دخبرواترو له پنځو پړاؤنو  وروسته د خبرواترو دشپږم پړاؤ  د ترسره کولو لپاره  ناکامه شوه .  کابل تل  د سولې په خبرواترو کې  دافغانستان  دحکومت په ګډون کې  د ا مریکابې پروائۍ باندې خپله ناخوښی  اعلان کړې وه .