دافغانستان دسولی جرګې پریړه لیک هم خپور کړی
-
پریکړه لیک له طالبانو او حکومت غوښتل شوي دي چې د روژې دمبارکې میاشت په مناسبت بیړنی او دایمي اوربند وکړي .
زمونږ خبریال وایی د افغانستان د سولې مشورتی لویې جرګې په خپل پریکړه لیک کښې د کابل حکومت او طالبانو ته په درویشت(۲۳) ماده ییز پریکړه لیک کښې بیلا بیلې سپارښتنې کړی دی .
دافغانستان داساسی قانون ساتنه او له سولې وروسته یې تعدیل په یاد قانون کښې د بیان شوی مکانیزم له مخې
دسولې لپاره ګډ کوششونه .
د روانې هڅې غمږی کول .
دامنیتی ځواکونو ساتنه او پیاوړی کول .
له سولې د نړیوالې ټولنې او دسیمې دهیوادونو ملاتړ .
د افغانستان دخلکو د اساسی حقونو او دبیان دازادۍ خوندیتوب .
د بندیانوتبادله .
په افغانستان کښې دننه د طالبانو ددفتر پرانیستل .
په سوله کښې له مخکنیو شرطونو تیریدل .
په بین الافغانی خبرواترو ټینګار .
دافغانستان دسولې د لوړې شورا په جوړښت له سره غور کول .
په همغږۍ او غور سره د بهرنیوعسکرو وتل مهم ټکی وو .
دافغانستان د مشورتی لویې جرګې د پریکړه لیک په څلورمې (۴) مادې کښې له طالبانو او حکومت غوښتل شوی دی چې د روژې دمبارکې میاشت په مناسبت بیړنی او دایمی اوربند وکړی .