دافغانستان ولسمشر د ایران مننه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81919-دافغانستان_ولسمشر_د_ایران_مننه_وکړه
زمونږ خبریال وایی دافغانستان ولسمشر اشرف غنی په هیواد کښې د امنیت د ټینګیدا او د سولې دتحقق لپاره دایران داسلامی جمهوریت د هڅې او ملاتړ قدرونه وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 03, 2019 12:14 Asia/Kabul
  • ایران  تل د کابل دحکومت په چورلیزتوب سره د سولې دخبرو اترو ملاتړ کړی دی .
    ایران تل د کابل دحکومت په چورلیزتوب سره د سولې دخبرو اترو ملاتړ کړی دی .

زمونږ خبریال وایی دافغانستان ولسمشر اشرف غنی په هیواد کښې د امنیت د ټینګیدا او د سولې دتحقق لپاره دایران داسلامی جمهوریت د هڅې او ملاتړ قدرونه وکړه .

هغه نن په کابل کښې د سولې د مشورتی لویې جرګې د پاې په دستورو کښې د ایران او دخپل هیواد د اړیکو دپراختیا مخ په ودې بهیر ټینګار سره وویل ایران  تل د کابل دحکومت په چورلیزتوب سره د سولې دخبرو اترو ملاتړ کړی دی .

اشرف غنی په دې خبرې سره چې په افغانستان کښې د سولې او دثبات دټینګیدا لپاره د ګاونډیوهیوادونو ملګرتیا به په تاریخ کښې ولیکل شی پاکستان ته سپارښتنه وکړه چې په دوه اړخیزه اړیکو کښې د ټولوشکونو د ختمولو لپاره هڅه وکړی .

دافغانستان ولسمشر اشرف غنی د سولې د مشورتی لویې جرګې د غړیو د وړاندیزی موردنو په هرکلی سره وویل له دې وروسته به د سولې د مشورتی لویې جرګې پریکړه لیک د سولې دبهیر د پرمخ بیولولپاره  د کابل د حکومت د لارې نقشه وی او خلک به په دې زمینه کښې شفاف او چټک اقدامات ووینی .

دافغانستان ولسمشر طالبانو ته په خطاب کښې وویل د سولې معنا د طالبانو او دحکومت د نابودۍ په معنا نه ده بلکې د سولې معنا دیوه بل په څنګ کښې ګډ سوله ییز ژوند کول  او ګډه پانګونه ده .

دافغانستان د مشورتی لویې جرګې مشر عبد رب  رسول سیاف  هم په ولسمشر اشرف غنی غږ وکړ چې د لویې جرګې نتیجې او وړاندیزونه عملی کړی او دسولې په بهیر کښې  له خلکو سره له مشورې پرته او خپله سره اقدام څخه ډډه وکړی .