طالبانو د صلحې د مشورتي لوې جرګې وړاندیزونه رد کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i81937-طالبانو_د_صلحې_د_مشورتي_لوې_جرګې_وړاندیزونه_رد_کړل
د طالب ډلې ویاند په وروستي پریکړه لیک کښې د صلحې د مشورتي لوې جرګې وړاندیزونه رد کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2019 11:22 Asia/Kabul
  • طالبانو د صلحې د مشورتي لوې جرګې وړاندیزونه رد کړل

د طالب ډلې ویاند په وروستي پریکړه لیک کښې د صلحې د مشورتي لوې جرګې وړاندیزونه رد کړي دي.

د ایرنا د خبر له مخې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په ټولنیزو ویب پاڼو کښې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د صلحې مشورتي لویه جرګه د حکومت له خوا یوه نمایشي غونډه او له سیاسي یوازې کیدو د ولسمشر اشرف غني د ژغورل کیدو یوه هڅه وبلله او د دې جرګې وړاندیزونه یې رد کړل.

طالبانو په دغه بیانیه کښې هم داشان د صلحې په مشورتي لویه جرګه کښې په ګډونوالو باندې په نیوکې سره، هغوي له امریکايي نیواکګرو سره په ملګرتیا تورن کړل.

ذبیح الله مجاهد په دغه خبرپاڼه کښې د نیواکګرو له خوا د افغانستان په مختلفو سیمو کښې په ملکي وګړو باندې د بمبارۍ او د جوماتونو د ورانولو په وړاندې د لوې جرګې د غړو د چپتیا په غندلو سره، له امریکايي نیواکګرو سره د صلحې د خبرواترو له ختمیدو وروسته له کورنیو لورو سره په مذاکرې باندې خپله پابندي اعلان کړه.

د افغانستان د صلحې د مشورتي لوې جرګې پریکړه لیک ته د طالبانو سخت غبرګون په داسې حال کښې شوی چې دغې ډلې مخکښې هم له افغانانو غوښتي وو چې دغه غونډه بایکاټ کړي.

له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتنې لپاره د مهال ویش د برابرولو ضرورت، د صلحې په بهیر کښې د طالبانو شاملیدل او د روژې په مبارکې میاشت کښې د جنګ او تاوتریخوالي بندول، په کابل کښې د افغانستان د صلحې د مشورتي لوې جرګې د پاييز پریکړه لیک مهم ټکي دي.