سیمه ایزه اجماع، پایدارې صلحې ته د رسیدو لپاره د افغانستان ضرورت
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i82073-سیمه_ایزه_اجماع_پایدارې_صلحې_ته_د_رسیدو_لپاره_د_افغانستان_ضرورت
د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه وویل: په افغانستان کښې پایدارې صلحې ته د رسیدو لپاره کورنۍ او سیمه ایزه اجماع ضرور ي ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 11, 2019 03:21 Asia/Kabul
  • سیمه ایزه اجماع، پایدارې صلحې ته د رسیدو لپاره د افغانستان ضرورت

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه وویل: په افغانستان کښې پایدارې صلحې ته د رسیدو لپاره کورنۍ او سیمه ایزه اجماع ضرور ي ده.

عبدالشکور اخلاقي زمونږ خبریال ته په مرکه کښې ټینګار وکړ: تر څو چې د امریکې په شان هیوادونه په افغانستان کښې یوازې د خپلو ګټو په فکر کښې وي، صلحې ته به لاسرسۍ پیدا نه شي.

دغه افغان کارپوه په قطر کښې د طالبانو او امریکایانو د خبرواترو د شپږم پړاؤ بې نتیجې ختمیدو ته په اشارې سره زیاته کړه: د صلحې د خبرواترو مسئله په افغانستان کښې په یوې پیچلې موضوع بدله شوې ده ځکه چې واشنګټن په تیرو اتلسو کلونو کښې د افغانستان له مسائلو سره صادقانه عمل نه دی درلودلی.

ښاغلي اخلاقي د امریکایانو لوظ ماتونه، د صلحې په مذاکراتو کښې د ستونزې رامینځته یوه اصلي وجه وبلله او ویې ویل: امریکا بې له دې چې د افغانستان د سیمې حقیقتونه په نظر کښې وساتي، په دغو مذاکراتو کښې یې یوازې خپلې ګټې وړومبیتوب ګرځولې دي.